ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د جلغوزو ځنګله اور اخيستى

نورستان کې د جلغوزو ځنګله اور اخيستى

author avatar
1 Jun 2017 - 12:41
نورستان کې د جلغوزو ځنګله اور اخيستى
author avatar
1 Jun 2017 - 12:41

جلال اباد (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د  نورستان  نورګرام ولسوالۍ د جلغوزو په ځنګل کې د اور لګېدنې  له امله تر اوسه درې کيلومتره ځنګل سوځېدلى او اور د پراخېدو په حال کې ده.

د نورګرام ولسوال نعمت الله مسلم  د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، اور لګېدنه د مليکه او ټونګرات په ځنګلونو کې رامنځته شوی چې نورو سيمو ته يې د پراخېدو اندېښنې هم راپورته شوې دي.

هغه زياته کړه چې د اور وژنې لپاره عصري او د پام وړ وسايل نه لري او ځنګل داسې سيمه کې قرار لري چې د ورتګ لپاره سړک هم نه لري.

ولسوال  وايي: ((د قوماندان په مشرۍ ۶۰ نه تر ۷۰ پوليس له خلکو سره يو ځای ساحې ته تللي دي، څو اور مړ کړي، هلته ټيلېفونونه کار نه کوي، د مخابرې له لارې موږ اړيکې نيولې، نن ماخوستن پورې به اور مړ شي.))

په غرني نورستان وليیت کې هواره ځمکه کمه ده او ځايي خلک یې د مالدارۍ او د همدې ځنکلونو په حاصلاتو خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

ځايي ولسي خلک  د قومي تفاهم پر اساس د دغو ځنګلونو جلغوزي راټولوي او بيا يې پلوري چې اوس د ځنګله سوځېدو ناهيلي کړي دي.

د خدايداد په نوم يو قومي مشر پژواک ته وويل: ((اور د جلغوزو په ځنګله کې لګېدلى دى، د ځايي اوسېدونکو د عايد همدا يواځېنۍ سرچينه ده، خلک ډېر زيانمن شوي.))

د نورستان د ولايتي شورا رييس سعدالله پاینده زوی غوښتنه کوي چې حکومت دې په بېړني اقدام کې د الوتکو پرمټ اور مړ کړي او ځنګل دې له نور سوځېدو وژغوري.

هغه زياته کړه، ځايي اوسېدونکي نه شي کولى چې اور مر کړي؛ ځکه اور ډېر زيات دی او هوا هم باراني نه ده،.

د نورستان د  والي حافظ عبدالقیوم يواځېنۍ هيله هم د سيمې اوسېدونکي دي او وايي چې هغوی به وکړای شي په خپلو هلو ځلو د ځنګل پاتې برخه د اور له لمبو وژغوري.

هغه وايي: ((حکومت دا امکانات نه لري چې د هوا له لارې د اور وژنې لپاره اوبه وشیندي؛ خو خلک سيمې ته ورغلي او د اور د مهارولو په هڅه کې دي موږ له نورو سيمو اوسېدونکي هم د مرستې لپاره لېږلي دي.))

د راپورونو پر اساس اور په داسې سیمه کې لګېدلی دی چې د دولت د وسله والو مخالفینو حضور په کې ډېر دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.