ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې د ۳۰ پرمختیايي پروژو چارې روانې دي

په کندهار ښار کې د ۳۰ پرمختیايي پروژو چارې روانې دي

author avatar
1 Jun 2017 - 17:07
په کندهار ښار کې د ۳۰ پرمختیايي پروژو چارې روانې دي
author avatar
1 Jun 2017 - 17:07

کندهار (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۶): د تېر په پرتله د کندهار ښاروالۍ عواید لوړ شوي چې له مخې یې په کندهار ښار کې د پرمختیايي چارو په پلي کولو کې پاموړ چټکوالی راغلی دی.

همدا اوس په کندهار ښار کې د ۳۰ پرمختیايي پروژو چارې روانې دي چې د خلکو د خوښۍ او هیله مندۍ سبب شوې دي.

په دې اړه د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل پژواک خبري اژانس ته وویل، له کابل ښاروالۍ وروسته کندهار ښاروالي دویمه هغه ده چې تېر کال یې تر ټولو ډېر عواید راټول کړي وو.

هغه تېر کال د راټولو شوو عوایدو کچه ۵۱۰ میلیونه افغانۍ وبلله او زیاته یې کړه چې په همدې کال یې د ۳۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت  ګڼې پرمختیايي پروژې هم پلې کړې دي.

د ده په خبره، په دغو پروژو کې د سړکونو پراخول، د نوو سړکونو ویستل، د پلیو لارو او پلونو جوړول، د ترافیکي برېښنايي څراغونو نصبول او نور شامل دي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې اوسمهال د کندهار ښاروالۍ ټولې محاسبوي چارې کمپیوټري شوي چې پر بنسټ یې د فساد کچه ټيټه شوې او په کارونو کې تر ډېره بریده روڼتیا راغلې ده.

دی وايي، د کندهار ښاروالۍ اداره د ښار په ۱۵ ګونو ناحیو کې متوازنې پراختیا ته ژمنه ده او همدا اوس په کې له ۳۰ د ډېرو پراختیايي پروژو چارې روانې دي چې شاوخوا ۲ میلیونه ډالر لګښت ورباندې راځي.

هغه زیاته کړه په دغو پرژو کې د احمد شاهي جادې پراختیا او جوړول، د کوټ بابا او علامه حبيبي واټ پراخول، په ۹مه ناحیه کې ۱۱ کیلومتره سړک جوړول، د ښار سرسبزه کول، د ترافیکي نښو لګول، په سولر برېښنا د سړکونو روښانه کول او نور شامل دي.

د پرمختیايي چارو په لړ کې ده یادونه وکړه چې همدا تېره ورځ یې د کندهار ښار د سمسورتیا په موخه د پاک او زرغون ښار دوه کلن پروګرام پیل کړ.

ولسمل وویل، د پاک او زرغون ښار په نوم دغه پروګرام د  or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.