د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ډېر خلک ولسمشر په امنيت کې ناکام خو د زده کړو په برخه کې کامياب بولي

ډېر خلک ولسمشر په امنيت کې ناکام خو د زده کړو په برخه کې کامياب بولي

Jun 01, 2017 - 15:13

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د افغانستان د عدالت موسسې يوه ارزونه ښيي چې تر ٥٠ سلنه ډېرو خلکو ولسمشر غني د امنيت او سولې د ټينګښت په برخو کې ناکام خو د زده کړو په برخه کې کامياب بللى. 

د افغانستان د عدالت موسسه ( AJO ) موسسې د " د ولسمشر اشرف محمد اشرف غني د کړنو د ازموینې پارچه" تر نوم لاندې د خپلې يوې ارزونې پايلې اعلان کړې دي.

سرچينه ليکي چې دا ارزونه د ۲۰۱۷ کال د مارچ او اپرېل په مياشتو کې د ۲۱۹ ګډون کوونکو څخه چې ٣٠ سلنه يې ښځې دي، ۸۵ سلنه یې د لوړو زده کړو لرونکي او ۱۵ سلنه د ښوونځیو فارغین دي، د مخامخ اړ ټيلېفوني اړيکو له لارې ترسره شوې ده.

سرچينه زياتوي چې ګډون کوونکي د افغانستان له ۲۳ ولایتونو څخه دي.

په دې ارزونه کې له ګډونوالو پوښتل شوي چې د ولسمشر کړنې د سولې، ښې حکومتولۍ، امنيت، بهرني سياست، اقتصاد، د فساد مخنيوي، زده کړو او روغتيا په برخو کې څنګه ارزوي؟ ګډونوالو په هره برخه کې د ولسمشر لپاره له " کامیاب، ناکام او مشروط" څخه يو ټاکلى دى.

په منځنۍ کچه د ټولو برخو لپاره د ګډونوالو څرګندونې ښيي چې د ولسمشر غني د ناکامۍ د سلنې کچه که څه هم ډېر توپير نه لري خو تر مشروطۍ او کاميابۍ لوړه ده.

سرچينه ليکي چې دا ارزونه يا سروې هم لکه نورې ارزونې چې د خلکو درک يا ذهنیت ښکاره کوي، د خلکو شخصي نظر ښیي او هغه درجه بندي چې ولسمشر غني ته په بېلابېلو سکتورونو کې ورکړل شوې، عمومي منل شوي شاخصونه دي.

د ارزونې پايلي ښيي چې ډېرو کسانو ولسمشر د سولې په برخه کې ناکام بللى دى.

ډېرو ګډون کوونکو د ولسمشر کړنې د سولې په برخه کې ناکامې او د ځینو له خوا ولسمشر مشروط ښودل شوی دی.

په داسې حال کې چې یوازې ۱۲ سلنه ګډون کوونکو په دې برخه کې ولسمشر کامیاب ښودلی دی.

خو دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تل د سولې پر هڅو ټينګار کړى او له حزب اسلامي سره د دولت د سولې تړون يې د سولې په برخه کې د حکومت سرته لاسته راوړنه بلل شوې ده.

ښه حکومتولي

سره له دې چې ولسمشر له پیل څخه د ښې حکومتولۍ راوستو لپاره قوي ژمنې درلودې او شواهد هم ښيي چې تر يوه بريده پرمختګ هم شوی خو د خلکو احساسات له دې پرمختګونو سره همغږي نه دي.

د سروې پايلي ښيي چې په دې برخه کې يې د کامیابي او ناکامي درجه یو شان ده، خو که مشروطې درجې ته ځیر شو، درجه بندي د ناکامۍ لوري ته ده او ولسمشر غني د کړنلارې په هکله ۳۶ سلنه فکر کوي چې ولسمشر باید خپله کړنلاره ښه کړي څو کامیاب شي. جالبه دا ده چې ولسمشر غني په دې برخه کې په جنوبي او ختيځو سيمو کې ناکام دی.

امنیت

ولسمشر غني امنیت د سیاسي ثبات د ټینګښت لپاره یو له مهمو رُکنونو بللى او په دې برخه کې هڅې هم کوي، خو د يادې ارزونې پايلې ښيي چې ډېرو خلکو ولسمشر غني د افغانستان په خوندي ساتلو کې او په ځانګړې توګه د لویو لارو په ساتلو کې پاتې راغلی او ناکام یې بللى دى.  

بهرنی سیاست

د سروې پايلې ښيي چې ۴۵ سلنه ګډونوالو ولسمشر غني ته د کامیابۍ درجه ورکړې او په بهرني سیاست کې یې کامیاب ارزولی.

اقتصاد

په دې برخه کې نږدې ٢٩ سلنه خلکو ولسمشر بريالى، نږدې ٣٧ سلنو مشروط او نږدې ٣٧ سلنو ناکام بللى دى.

د سرچينې په راپور کې راغلي د ولسمشر غني پاملرنه د اقتصاد يوې برخې، په عمده توګه د مالیې وزارت او د مالیې راټولولو ته اوښتې او د اقتصاد په نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

فساد

د سروې د راپور په يوه برخه کې راغلي: "په داسې حال کې چې ځیني شواهد ښیي، ‌ډېر تغیيرات راغلي، خو له بده مرغه، له ریښې څخه د فساد د له منځه وړو لپاره دا هڅې د پام وړ نه دي.

افغانستان د پرانیستي حکومت د مشارکت غړیتوب د ترلاسه کولو په درشل کې دی او له همدې امله یې د دولتي تدارکونو په برخه کې چټک ګامونه اوچت کړي. خو هغه ادارې چې خلکو ته عامه خدمات وړاندې کوي، د فساد تر سیوري لاندې دي لکه څنګه چې د اسیا بنسټ په سروې او نورو سروې ګانو کې هم په دې هکله ویل شوي.

په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د روڼتیا څار ادارې په یوه راپور کې راغلي چې افغانانو ۳ بیلیونه ډالر د رشوت په توګه ورکړي دي چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله د رشوت په ورکولو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

 د حیرانتیا خبره نه ده چې د دې سروې ګډون کوونکو ولسمشر غني له فساد سره په مبارزه کې ناکام ګرځولی."   

زده کړې او روغتيا

د سروې پايلي ښيي چې ٥١ سلنه خلکو ولسمشر غني د زده کړو په برخه کې او ٤٨ سلنه کسانو غني په دې برخه کې بريالى بللى دى.

په راپور کې له اوسني حکومت نه د خلکو د سر ټکونو په اړه راغلي: "موږ کولای شول په مختصره توګه د ګډونوالو نظریات سره راټول کړو چې وایي: زه دنده نه لرم، پخوا مې ښې پیسې پیدا کولې/ جوړولې، هره ورځ ځانمرګي حملې ترسره کېږي، زه به په خپل موټر کې تر بامیانو تلم خو اوس نشم تللی. او یا ګډونوالو به ښایي ویل چې په دولت کې اداري فساد په لوړه کچه دی، حقوقي قضیې اوس هم په ټپه ولاړې دي، د ملي یووالي حکومت خپلمنځي ستونزې او داسې نور."

ياده موسسه ليکي پرته له دې چې د سروې ګډونوالو د ولسمشر غني کړنې څنګه ارزولي، د افغانستان د عدالت موسسه پر دې باور ده چې ولسمشر غني د رسنیو له لارې له وګړو سره په مخامخ اړیکو کې پاتې راغلی او خپل پاتې راتګ ته ادامه ورکوي.

وړانديزونه

د افغانستان د عدالت موسسه ولسمشر غني ته وړاندیز کوي چې هره اونۍ او یا هره میاشت د خپلو کړنو، پلانونو او لاسته راوړنو، پالیسیو، ستراتیژیو او اصلاحاتو په اړه د رسنیو له لارې خلکو ته معلومات ورکړي او يا ورسره مخامخ خبرې وکړي، تر خلک له ولسمشر نه په مستقیمه توګه خبر شي او پرې باور پیدا کړي او د هغه د کړنو په اړه ښه احساس وکړی.

له دې نه علاوه، موږ وړاندوینه کوو چې له خلکو سره مستقیمې اړیکې او خبرې اترې به د ولسمشر د سیاسي پانګې په برخه کې هم مرسته وکړي. موږ همداراز باور لرو چې د خلکو اوسني نظریات نه یوازې له دې امله دي چې خلک د ولسمشر د کړنو او اصلاحاتو په اړه معلومات نه لري، بلکې له دې امله هم دي چې ولسمشر له خلکو سره په مستقیمه توګه د اړیکو په ټینګولو کې پاتې راغلی.

د افغانستان د عدالت موسسه یوه غیر انتفاعي او غیر سیاسي موسسه ده چې ډیموکراسۍ، ښې حکومتولۍ او د قانون پلي کولو ته د پروژو د ډیزاین او مدیریت، د پروژو د عملي کولو او ارزونې، د روزنې او ظرفیت لوړولو، د پالیسي د څېړنو او تحلیل او عامه پوهاوي او عدالت غوښتنې له لارې وده ورکوي.

پژواک هڅه وکړه تر څو په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړې، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement