کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٦): د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت وايي، یونیسف د اوبو رسولو له ملي برنامې سره لس میلیونه ډالره مرسته کوي.
دغه مطلب د دې وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلى دى.
سرچينه کاږي، د هغو پروژو چې «د اوبو رسولو ملي برنامه» يې د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د رسولو ترڅنګ لري، یونیسف (د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق) هم ژمنه کړې چې د ١٣٩٦ مالي کال تر پایه شاوخوا لس میلیونه ډالره د اوبو رسولو د ملي برنامې، حفظ الصحه او اوبو لګولو په برخه کې مرسته وکړي.
د کلیو د پراختیا او بیارغونې چارو وزارت د اوبو رسولو د برنامې رییس انجنیر غلام قادر وايي، د هغو لسو میلیونو ډالرو له جملې چې یونیسف له دغه برنامې سره ژمنه کړې، تر دې دمه شپږ میلیونه ډالره د کلیو د پراختیا او بیارغونې چارو وزارت په واک کې ورکړل شوي دي.
ده زياته کړې، دغه مرستې د ظرفیت د لوړولو، د پالیسۍ د پراختیا، د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې چې په هغه کې د څښاک د پاکو اوبو د پروژو پلي کېدل شامل دي، مصرف شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن