ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې تېره مياشت ٣٠٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په افغانستان کې تېره مياشت ٣٠٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Jun 2017 - 10:52
په افغانستان کې تېره مياشت ٣٠٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Jun 2017 - 10:52

کابل (پژواک ١٥ غبرګولى ۹۶): افغانستان کې تېره مياشت په  ٢٠٥ بېلابېلو وسله والو بريدونو کې  ١٤٤٩ تنه وژل شوي او ١٥٥٠ نور ټپيان دي چې پنځمه برخه يې په پلازمېنې کابل کې ده.

دغه شمېر ته په پام تېره مياشت د وړمې په پرتله په ټول هېواد کې د بريدونو په شمېر کې ٥٨ سلنه، خو په مرګ ژوبله کې ٣٩ سلنه زياتوالى راغلى دى.

د روان ميلادي کال په مې مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي ورځني خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ ولايتونو کې شوې دي.

د مې له بريدونو څخه ١٠٢ مخامخ نښتې، ٤٠ هدفي وژنې، ٣٢ چاودنې، ٢٢ هوايي بريدونه او نهه ځانمرګي بريدونه دي.

د پژواک موندنې ښيي چې د يادې مرګ ژوبلې له هرو ١٩ تنو لسو ته په مخامخ نښتو، پنځو ته په ځانمرګيو بريدونو، دوو ته په هوايي بريدونو او يوه، يوه ته په هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره مياشت تر ټولو ډېر (٣١) بريدونه په ننګرهار، ٢٦ په کندهار، ١٢، ١٢ په فراه، فارياب او هلمند، لس، لس په غزني او هرات، نهه، نهه په لوګر او اروزګان، ٧ په زابل، شپږ، شپږ په بدخشان، کابل او کونړ، پنځه، پنځه په لغمان او ميدان وردګو، څلور، څلور په جوزجان او کندوز، درې، درې په بادغيس، بغلان، خوست، پکتيا، پکتيکا، پروان، سمنګان او تخار، دوه، دوه په بلخ، غور او کاپيسا او يو بريد په سرپل کې شوى دى.

 پژواک تېره )مې) مياشت د اپرېل په څېر له باميانو، دايکنډي، نيمروز،نورستان او پنجشېر ولايتونو د بريدونو راپور نه دى تر لاسه کړى.

د ولسي جرګې غړى جنرال عبدالجبار قهرمان وايي په ننګرهار کې کېداى شي ځکه بريدونه ډېر وي چې هلته د وسله والو طالبانو تر څنګ د اسلامي دولت (داعش) وسله واله ډله هم د دولت پر ضد فعاليت لري.

دى وايي، بل لامل يې دا هم کېداى شي چې ننګرهار له پاکستان سر پر پوله پروت ولايت دى او وسله وال مخالفين هلته په اسانۍ د ډيورنډ د فرضي کرښې هغه خوا او بېرته دې خوا ته تګ راتګ کولى شي .

ده پاکستان د افغان دولت له وسله والو مخالفينو پر ملاتړ تورن کړ او ويې ويل چې پاکستان د افغانستان په هغو سيمو کې چې له دغه هېواد سره پوله لري، په اسانۍ کولى شي د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره مرستې وکړي.

مرګ ژوبله

د مرګ ژوبلې شمېر ته پام په تېره مې مياشت کې هره ورځ شاوخوا ٩٧ تنو ته او هر ساعت شاوخوا څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه ښيي چې تېره مياشت په يادو ٢٠۵ بريدونو کې ټول ١٤٤٩ تنه وژل شوي او ١٥٥٠ نور ټپيان دي.

په وژل شويو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېر بريدونه ( ١٥)  د تېرې مياشتې په ١٦مه  تر سره شوي، خو تر ټولو ډېرو کسانو ( ٥٦٩ تنو ته) د مې په ٣١مه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مې په ٣١مه د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د زنبق څلور لارې ته څېرمه د موټربم په چاودنه کې ٩٠ تنه ووژل شول او ٤٦٠ نور ټپيان شول. د خبرونو له مخې د کابل ښار په دغه ډېپلوماتيکه سيمه کې د وژل شويو کسانو ډېر يې عام وګړي دي.

د پوځي چارو شنونکى قهرمان وايي، د افغانستان د جګړې ابعاد دومره پراخ دي چې د حکومت په اوسنيو پوځي او استخباراتي وړتياوو سره نه شي مهار کېداى.

هغه وايي، د کابل د ياد بريد او نورو دې ورته بريدونو د مخنيوي لپاره اړينه ده چې د افغانستان دولت خپلې پوځي په تېره بيا استخباراتي وړتياوې دومره لوړې کړي چې داسې بريدونه له ترسره کېدو مخکې شنډ کړي.

تېره مياشت له کابل وروسته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کندهار، ننګرهار او اروزګان  او تر ټولو لږ په سرپل، پروان او بلخ ولايتونو کې اوښتې ده.

په مې کې په منځنۍ کچه په هر بريد کې ١٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو  په اپرېل کې په هر بريد کې ١٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

پوځي شنونکى عبدالجبار قهرمان، وايي افغانستان کې استخباراتي او چريکي جګړه په پوره شدت سره روانه ده او کله په بريدونو کې د لږ او کله د ډېرې مرګ ژوبلې اوښتل د جګړې پر تاکتيکونو پورې اړه لري.   

د پژواک خبري اژانس يو راپور ښيي  تېر کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په اکتوبر کې اوښتې وه،  له هغه وروسته تر دسمبر پورې مياشت په مياشت د مرګ ژوبلې کچه رالوېدلې ده، خو تر دسمبر وروسته ورځ تر بلې د جګړو له امله  مرګ ژوبله  ډېره شوې ده.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري هم وايي چې جګړې شدت موندلى او مرګ ژوبله يې هم ډېره شوې ده.

ده په دې اړه چې تر کومه به ورځ تر بلې د افغانانو مرګ ژوبله ډېرېږي او د دې ناورين د مخنيوي حل لار څه ده وويل چې  که څه هم د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونه د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په مېړانه او پوره توان ولاړ دي، خو په کار ده چې د جګړې د بندېدو لپاره پر پاکستان فشار راوستل شي چې د مخالفينو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

هغه وايي :”نړيواله ټولنه، ملګري هېوادونه په ځانګړي ډول امريکا  بايد پر هغو کړيو او هېوادونو فشار راوړي چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو ملاتړ کوي، په ځانګړي ډول پر پاکستان؛ ځکه چې پاکستان په ښکاره ډول د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته ځای ورکړی او هر اړخېز ملاتړ يې کوي.”

همداراز هغه زياتوي، نړيواله ټولنه او اسلامي هېوادونه بايد په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره خپل غږ اوچت کړي، په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي او تر څنګ يې پر پاکستان فشار راوړي چې افغان وسله وال طالبان سولې ته اړ کړي.

وزيري پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې جګړه د حل لار نه ده او په کار ده چې  د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار لار خپله کړي او د هېواد د پرمختګ، هوساينې او جګړې د بنديدو په موخه سوله وکړي تر څو افغان وژنه بنده شي.

جبار قهرمان هم وايي چې د سولې د ټينګښت لپاره لومړى بايد افغانان يوالى ولري او په يوه خوله د ” جګړې له صاحبانو ” نړۍ والې ټولنې، ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس وغواړي چې يا له افغانانو سره د سولې په ټينګښت کې مرسته وکړي او يا پر ټولو افغانانو په يوه ورځ ګاز وشيندي چې په يو ځل له منځه ولاړ شي او له هره ورځ وژنو وژغورل شي.

سوله وکړئ!

دا د هغو کسانو د زړه اواز هم دى چې په جګړو کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

د فراه ولايت د پشترود ولسوالۍ د دوکن کلي اوسېدونکى يوولس کلن ذبيح الله چې پلار يې څه موده مخکې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړى، په ښکېلو غاړو غږ کوي چې جګړه پرېږدي او سوله وکړي.

هغه چې په ماشومتوب کې د اته کسيزې کورنۍ مسووليت ور په غاړه شوى، وايي سوله غواړي، له جګړې نفرت لري او نه غواړي چې نور افغان ماشومان د ده په څېر يتيمان شي.

دغه راز د پروان ولايت د مرکز اړوند د توغبردي سيمې اوسېدونکى  ١٨ کلن احمد زبير چې پلار يې  د مې په نهمه د دې ولايت په دارالعلوم کې د تدريس پر مهال په ځانمرګي بريد کې وژل شوى ، هم سوله غواړي.

هغه وايي چې هره ورځ وژنو، ځانمرګيو او نورو بريدونو يې زړه غورځولى او فکر کوي چې دى به هم يوه ورځ په همداسې کوم بريد کې ووژل شي.

اېډېټر: عبدالقدير منصف 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.