د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باميانۍ ښځې د تابعيت تذکرو اخيستو برخه کې له ستونزو سره مخ دي

باميانۍ ښځې د تابعيت تذکرو اخيستو برخه کې له ستونزو سره مخ دي

Jun 05, 2017 - 16:17

باميان (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٦): د باميانو ولايت يو شمېر مدني بنسټونه وايي چې د تذکرو د اهميت په اړه نه پوهاوى او په ياده لړۍ کې د شته ستونزې د دې لامل شوې، څو له امله يې يو شمېر باميانۍ مېرمنې د تذکرو له اخيستو سره لېوالتيا ونه ښيي.

باميانو کې د افغان ښځو شبکې مشرې صغرا عطايي پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېرى باميانۍ ښځې د تذکرو پر اهميت نه پوهېږي، يوازې هغه مېرمنې او نجونې چې په ښوونځيو يا دولتي ادارو کې تذکرو ته اړتيا پيدا کوي؛ د تذکرو د اخيستو لپاره ګام پورته کوي  چې له دې جملې يې له څلوېښتو کسانو د پورته عمر لرونکې ښځې هيڅ تذکرې نه لري.

هغې زياته کړه: "نورې ستونزې چې د ياد ولايت ښځو پر وړاندې پرتې دي، د نفوسو د ثبت او احوال مرکزونو ته د نه اسانتيا موجوديت دى، که چېرې يوه مېرمن د تذکرې اخيستو په موخه د ولايت مرکز او ياد ولسوالۍ مرکز ته مراجعه وکړي؛ ډېر وخت پرې تېريږي چې له همدې امله د تذکرې له اخيستو ډډه کوي."

مېرمن عطايي وويل: "د ښځو ستونزو په ځانګړي ډول د تابعيت تذکرې اخيستو لړۍ په برخه کې د ستونزو حل لپاره زموږ وړانديز دا دى چې د نفوسو د ثبت او احوال ګرځنده ټيم جوړ شي او د باميانو ولايت د لرې پرتو سيمو لپاره د تابعيت تذکرې ووېشي."

 

باميانو ولايت کې يوې مدني فعالې حليمې رضايي وويل، په ځينو مواردو کې مېړونه د خپلو مېرمنو لپاره تذکرې نه اخلي او داسې توجيه کوي چې ګني ښځې د تابعيت تذکرې ولري.

نوموړې زياته کړه، د تابعيت تذکرو اخيستل د هر هېوادوال حق دى او د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د عامه پوهاوي له لارې دې د تابعيت تذکرو د اهميت په اړه معلومات وړاندې شي.

د ولايتونو په مرکزونو کې د تذکرو د وېش لړۍ

 د تذکرې اخيستونکى شخص، لومړى د ولايت مقام ته د تذکرې اخيستو عريضه ليکي، له هغه وروسته د ولايت مقام د ياد شخص غوښتنه اړونده ناحيې ته راجع کوي، چې اړونده ناحيه دغه پاڼه بيا د بانډې له وکيل سره شريکوي او د شخص په اړه د بانډې وکيل له تاييدي وروسته اړونده ناحيه بيا د تذکرو د وېش اړونده شعبې ته سپارښتنه کوي، څو ياد شخص ته تذکره ووېشي.

 د تذکرې غوښتونکى شخص، اړونده ولسوالۍ ته له مراجعې وروسته بايد لاندې ټکي په پام کې ولري:

 د پلار يا د کورنۍ د کوم بل غړي تذکره له ځانه سره ولري.

 دغه راز له ځانه سره څلور عکسونه هم ولري.

 خپله غوښتنه په هغه چاپي شوې رسمي پاڼه کې وليکئ، چې په همدې موخه چمتو شوې ده.

 ولسواليو کې د تذکرې اخيستو طريقه:

 د تابعيت اخيستو تذکرې اخيستونکى شخص بايد اړونده ولسوالۍ ته د تذکرې اخيستو په موخه خپله غوښتنه وړاندې کړي.

 اړوند ولسوال، د تذکرې د غوښتنې پاڼه د ولسوالۍ د احصايې ادارې ته راجع کوي او د اړونده ولسوالۍ د احصايې اداره د تذکرې له غوښتونکي شخص د بانډې د ملک مهر اوتاييد ترلاسه کوي.

د کلي ملک، د تذکرې غوښتونکي شخص د تذکرې پاڼه بايد تاييد کړي، چې "غوښتونکى کس د دوى د کلي اوسېدونکى دى" د ولسوالۍ د احصايې شعبه د کلي ملک له تاييدۍ اخيستنې وروسته خپله پاڼه اړونده شعبې ته راجع کوي او لارښوونه کوي، څو ياد کس ته تذکره ورکړي.

اړونده شعبه پاڼې او اسناد ګوري او د هغه د پلار او نېکه مخيني ته په پام سره د متقاضي شخص د تذکرې د وېش په برخه کې ګام پورته کوي.

د يکاولنګ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ٤٥ کلنه راضيه، چې د تابعيت تذکرې اخيستو په موخه له کابل باميانو ته راغلې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاسپورټ اخيستو په موخه يې تذکرې ته اړتيا درلوده، درې ورځې کيږي چې د يکاولنګ ولسوالۍ ته راغلې او د تابعيت تذکرې پسې ستومانه ګرځي، خو تر اوسه پورې د تذکرې په اخيستو نه ده بريالۍ شوې.

هغې زياته کړه: "ستونزه په دې کې ده چې د تذکرې اخيستو فورم د دوه دولتي کارکوونکو له لوري تاييد شي، خو دا چې زه له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې په کابل کې ژوند کوم او د يکاولنګ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې يم، کوم دولتي مامور زما د تذکرې فورم نه تاييدوي او زه هم داسې کوم دولتي مامور نه پېژنم چې زما فورم تاييد کړي."

باميانو کې د مجما دفتر مسوول حسين داد احمدي وويل، له بېلابېلو بنسټونو سره د ناستې پر مهال د تابعيت تذکرو د وېش او د ١٢ ټولګيو د فراغت اسنادو په برخه کې د شته ستونزو په موخه د مدني ټولنې د فعالانو، ښځو او پوهانو نظرونه راټول شوي او په کابل کې د مسوول چارواکو د عدالت غوښتنې کمېټې له لارې شريک کړل شوي دي.

هغه زياته کړه: "د تذکرې په ترلاسه کولو کې ستونزه په ځانګړي ډول د ښځو لپاره په يوه مورد کې نه ده، بلکې لسو مواردو ته رسيږي، چې ټول موارد به يې له اړونده ارګانونو سره شريک شي.

 دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د "شهدا ارګنايزېشن" موسسې داسې يو پروګرام په پام کې نيولى، څو باميانو کې د تابعيت تذکرو او د ١٢ ټولګيو د شهادتنامو د اخيستو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي، چې په همدې موخه يې د ولايتي شورا، مدني ټولنې، عالمانو او فرهنګيانو سره د عدالت غوښتنې کمېټې بېلابېلې ناستې ترسره کړې دي.

 د ياد پروګرام مسوول محمد حکيم فهيم وويل، د ياد پروګرام له ترسره کولو موخه، په اسانه توګه د دوولسم ټولګيو شهادتنامو او تذکرو ته لاسرسى دى، چې باميانو کې د ډيموکراسي انټرنېشنل موسسې او شهدا ارګناېزشن په ملاتړ مخ ته وړل کېږي.

 هغه زياته کړه: "دغه پروګرامونه  تراوسه په ښه توګه پرمخ وړل کېږي او ښه والى يې په دې کې دى چې مدني ټولنه، د عالمانو شورا، فرهنګي پوهان او ولايتي شورا ټول د يادې ستونزې د حل غوښتونکي دي او همېشه په ناستو کې ګډون کوي."

د باميانو ولايت وياند عبدالرحمن احمدي وويل، باميانو کې ډېرى ښځې د تابعيت تذکرې نه لري او سيمه ييزه اداره هم د تابعيت تذکرو د اسانتياو رامنځته کولو برخه کې هر ډول کار ته چمتو ده او د تذکرو د اخيستو لپاره اسانه لارې چارې برابروي.

نوموړي د تذکرو د اخيستو د ګرځنده ټيمونو په اړه وويل، که چېرې د ګرځنده ټيمونو له لارې د تابعيت تذکرو د وېش پرېکړه وشي، سيمه ييزه اداره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement