ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان

author avatar
5 Jun 2017 - 09:26
author avatar
5 Jun 2017 - 09:26

له بده مرغه، زموږ ګران هېواد افغانستان له تېرو څه باندې درې لسیزو څخه د جګړې په اور کې سوځي. له ۲۰۰۱ز کال وروسته، یو ځل بیا، زموږ هیلې را ژوندۍ شوې وې چې په افغانستان کې به سرتاسري سوله او امن راځي، خو تر اوسه جګړه ورځ تر بلې لا هم پسې پراخېږي او افغان ولس یې په اور کې سوځي.

د روان کال د جوزا پر ۱۰مه، د چهار شنبې په ورځ، د روژې مبارکې په میاشت کې، یو ځل بیا د افغانستان د خلکو دوښمنانو د کابل په زړه کې یو ډېر خونړی برید وکړ چې پکې د ۹۰ کسانو په شاوخوا کې شیهدان او له ۴۰۰ ډېر یې ژوبل شول. د افغانستان د ځوانانو پارلمان دا وحشیانه برید په سختو ټکو غندي، شهیدانو ته د جنت فردوس او ژوبلو کسانو ته د عاجلې شفاء دعا کوي.

ددې خونړي برید په غبرګون کې ځینو ځوانانو، مدني فعالانو او خلکو په سولیز لاریون لاس پورې کړ، چې له ډېره بده مرغه، د ځینو سیاسي کړیو له لورې د هغوی د شخصي اهدافو په خاطر لاریون په تاوتریخوالي واوښت چې په پایله کې یې زموږ یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان له یوې خوا پر لاریون کوونکو ډزې غندي او له بلې خوا د هغو یو شمېر سیاستوالو چې لاریون یې په تاوتریخوالي واړوی، غندنه کوي. له حکومت څخه جدي غوښتنه کوو چې ددې پېښې پلټنه له دواړو اړخونو وکړي، هغه مشران چې پر لاریون کوونکو یې د ډزو امر کړی او هغه کسان چې د خپلو شومو سیاسي موخو لپاره یې لاریون په تاوتریخوالي اړولی، دواړه لوري دې د قانون منګلو ته وسپاري.

بل لور، د افغانستان د ځوانانو پارلمان د تعلیم یافته ځوان، شهید محمد سالم ایزدیار په شهادت او د هغه په جنازه کې د شوي پېښې له کبله خواشینې څرګندوي، د هغه په ګډون په جنازه کې شهیدو شوو کسانو ته د جنت فردوس غوښتونکي یو او ژوبلو کسانو ته د لوی رب له درباره د عاجلې شفاء غوښتنه کوو.

د هېواد پر ځوانانو ږغ کوو چې په دې حساسو شرایطو کې پر سوشل میډیا او ورځینو چارو کې ډېر هوښیار اوسي چې له یوې خوا یې د افغانستان دښمنان بې اتفاقۍ او له بلې خوا یې د خپل موجوده نظام پر وړاندې ځیني کړۍ له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي. موږ باید ډېرهوښیار اوسو، په خپل بشپړ توان د ملي یووالي او تلپاتې سولي لپاره اغېزناک خدمت وکړو. د افغانستان د ځوانانو پارلمان د پاکستان او ایران پر وړاندې په بشپړه معنی د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وروستیو احتمالي کړنو او دریځ څخه ملاتړ کوي.

 

د افغانستان د ځوانانو پارلمان

د خپرونو څانګه

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.