کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٦): ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې افغان حکومت به د "کابل پروسې" نړيواله ناسته کې چې سبا ترسره کېږي، د سولې لپاره د نړيوالې اجماع د رامنځته کولو لپاره کوښښ وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي نن د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې دغه ناسته به کابل کې د نړۍ د ٢٥ هېوادونو او درې نړيوالو بنسټونو د استازو په شتون ترسره شي.
د هغه په وينا، په دغه ناسته کې به د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغيزستان، روسيې، چين، هند، پاکستان، ايران، ترکيې، جاپان، سويلي کوريا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، بريټانيا، المان، فرانسې، ناروې، سوېډن، ايټاليا، امريکا، کاناډا، اسټراليا هېوادونو د بهرنيو چارو وزارت مرستيالان او يا ځانګړي استازي ګډون وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند دفتر سرپرست زياته کړه: "د کابل پروسې ناسته په دې موخه ترسره کېږي، څو وکولى شو د سولې په اړه سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته کړو."
مرتضوي څرګنده کړه، چې ولسمشر غني به په دغه ناسته کې د افغان حکومت روښانه او څرګند ليدلورى او دريځ په ډاګه کړي.
د هغه په وينا، افغانان له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې قرباني ورکوي او دا لړۍ لا روانه ده.
شاه حسين مرتضوي څرګنده کړه، پر دې سربېره چې افغان حکومت همېشه د ترهګرۍ خطر ته اشاره کړې، خو تر اوسه دا خطر د نړۍ او سيمې هېوادونو ته جدي نه دى ښکار شوى.
د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شيکب مستغني وويل، چې امنيت او له ترهګرۍ سره مبارزه، د سولې ټينګښت او د سولې لپاره د افغانستان ليدلورى به د دغې ناستې له عمده بحثونو څخه وي.
هغه زياته کړه: "د افغانستان د سولې کړنلاره، دا څرګندوي چې د افغانستان شخړه څو اړخونه لري، دغه اړخونه له موږ سره د دې موضوع په درک کې مرسته کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت ولې تر کچې پورې سخت دى."
د هغه په وينا، ترهګرۍ د افغانستان کورنۍ ستونزه نه ده، بلکې د افغاستان په جګړه کې له ٢٠ زياتې ترهګريزې ډلې شاملې دي، چې ډېرى يې د سيمې له هېوادنو افغانستان ته راغلې. مستغني ټينګار وکړ، چې ترهګرۍ ګواښ يوازې افغانستان ته متوجه نه دى، بلکې د نړۍ او سيمې هېوادونو لپاره هم ستر ګواښ بلل کېږي."
د بهرنيو چارو وزارت وياند څرګنده کړه، له همدې امله اړتيا ده، څو له ترهګرۍ سره د اغېزناکې مبارزې لپاره د سيمې او نړۍ هېوادونو په مرسته واحده هوکړه او اجماع رامنځته شي.
د حکومت د اجراييه رياست وياند جاويد فيصل هم وويل، چې د کابل لړۍ ناسته ډېره مهمه ده، چې د افغانستان ټولې سياسي څېرې او قشرونه بايد ترې ملاتړ وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن