جلال اباد (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٦): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د زامنو تر منځ د شخړې له امله پلار سکته کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د روژه ماتي پر مال د دوو وروڼو تر منځ د کورنۍ ستونزې له امله شخړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې یو ورور پر ډزو ټپي شوی دی.
د نوموړي په وينا، کله چې ټپي ورور روغتون ته وړل کېږي؛ نو د سخت خپګان له امله يې پلار سکته کوي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د والي وياند وايي چې د ګلالي په نوم يو ورور په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او د مهربان په نوم بريدګر تښتېدلى او پوليس يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن