ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” له قطر سره د ځينو هېوادونو د اړيکو پرېکون پر افغانستان هېڅ اغېز  نه لري”

” له قطر سره د ځينو هېوادونو د اړيکو پرېکون پر افغانستان هېڅ اغېز نه لري”

author avatar
6 Jun 2017 - 15:01
” له قطر سره د ځينو هېوادونو د اړيکو پرېکون پر افغانستان هېڅ اغېز  نه لري”
author avatar
6 Jun 2017 - 15:01

کابل(پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۶): ځينې شنونکي وايي، له قطر سره د ځينو هېوادونو د اړيکو پرېکون پر افغانستان هېڅ اثر نه لري، خو ځينې وايي کېداى شي قطر ته د طالبانو تګ راتګ ستونزمن او د سولې پروسه زيانمنه کړي.

په دې وروستيو کې عربي هېوادونو سعودي عربستان، مصر، بحرين ، يمن، ليبيا او متحده عربي اماراتو له قطر سره خپلې ډيپلوماتيکې او عادي اړيکې پرې او پر دغه هېواد يې تور پورې کړ چې له افراطيت او بنسټ پالنې ملاتړ کوي او دغه هېواد د خپلو مطبوعاتو له لارې د مصر د اخوان المسلمين، داعش او القاعده پيغامونه خپروي .

د راپورونو له مخې، دغو هېوادونو له دې امله دغه کار کړی چې قطر د اخوان المسلمين ډلې او په سيمه کې د ايران د تګلارې ملاتړ کوي.

خو دا چې افغان وسله وال طالبان د قطر په مرکز دوحه کې سياسي دفتر لري، ايا له قطر سره د يادو نورو عربي هېوادونو د اړيکو پرېکون به پر افغانستان او په تېره بيا د افغانستان د سولې پر پروسه څه اغېز ولري؟

د چارو شنونکی وحيده مژده په دې اړه وايي:" د خليج په حوزه کې د سعودي عربستان، قطر او يو شمېر نورو عربي هېوادونو تر منځ اقتصادي او سياسي رقابتونه روان دي او دا د دوی داخلي اړيکې دي او پر افغانستان يې ځکه اغېز نه ليدل کېږي...افغانستان نه غواړي د يادو هېوادونو په خپلمنځي ناندريو کې ځان ښکېل کړي."

خو دی زياتوي:" دا چې په قطر کې د طالبانو دفتر دی، نو قطر د افغانستان لپاره اهميت لري او افغانستان نه غواړي د وسله والو طالبانو دغه ادرس چې کېدای شي د تماس نکته وي له لاسه ورکړي."

مژده وايي، له قطر سره د يادو هېوادونو د اړيکو پرېکون به تر يوې کچې دغه هېواد ته د طالبانو تګ راتګ ستونزمن کړي ځکه چې تر اوسه به طالبانو د بحرين او عربي متحده اماراتو له لارې قطر ته سفرونه کول.

خو مژده وايي کېداى شي د دې ستونزې د حل لپاره قطر نورې لارې ولټوي.

له افغانستان څخه قطر ته د تګ راتګ ستونزه نشته، ځکه چې دغه دواړه هېوادونه خپل منځ کې مستقيمې الوتنې لري، خو افغان طالبان د افغانستان له لارې په الوتکو کې سفرونه نه شي کولاى.

د نړيوالو چارو کارپوه عبدالشکور سالنګي په دې اړه وايي چې له قطر سره د ځينو هېوادونو د اړيکو پرې کول په لنډ مهال کې د افغانستان پر وضعيت په ځانګړې ډول د سولې پر بهير اغيز نه لري؛ ځکه چې افغانستان او قطر يو له بل سره دېپلوماټيکې او فرهنګي اړېکې لري.

خو هغه زياتوي:" په اوږد مهال کې ممکن د دغو هېوادونو د اړيکو پرې کېدل د افغانستان د سولې پر پروسې ځکه اغېز ولري چې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ له اسلامي هېوادونو غواړي چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي، نو دا چې د وسله والو طالبانو دفتر په قطر کې دى ممکن د اړيکو پرې کېدل د خبرو او تګ راتګ پر بهير ناوړه اغېز ولري."

خو د سياسي چارو بل شنونکى محمد حسن حقيار وايي چې له قطر سره د نورو عربي هېوادونو د اړيکو پرېکون پر افغانستان او د طالبانو پر سفرونو هېڅ منفي اغېز نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.