ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د يوه ښوونځي ٣٠ زده کونکې مسمومې شوې

غزني کې د يوه ښوونځي ٣٠ زده کونکې مسمومې شوې

author avatar
7 Jun 2017 - 13:57
غزني کې د يوه ښوونځي ٣٠ زده کونکې مسمومې شوې
author avatar
7 Jun 2017 - 13:57

غزني ښار(پژواک،١٧غبرګولى٩٦): د غزني د جاغوري ولسوالۍ په يوه لېسه کې ٣٠ نجونې مسمومې شوې دي.

د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد د غبرګولي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جاغوري ولسوالۍ د شاه يار سلطان المتو لېسې ٣٠ نجونې مسمومې شوې دي.

هغه وايي چې د دې پېښې لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو کېداى شي د هوا د ګرمېدو له امله رامنځته شوى وي.

ده وويل چې نجونې روغتون ته لېږدول شوي او د ټولو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.

د سيمې يوتن اوسېدونکي محمد حسين هم ياده پېښه تاييد کړه خو ويې ويل چې په دې سيمه کې دومره ګرمې نشته چې له امله يې څوک مسموم شي.

هغه زياته کړه: (( د ښوونځي په شاوخوا کې کوم ډول ګاز استعمال شوى، ځکه ځينو نورو کسانو يې هم  بوى حس کړى دى.))

ده هم وويل چې نجونې د ولسوالۍ روغتون ته بيول شوې وې او اوسمهال يې  روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.

دغه راز د پوهنې وزارت د خپرونو مسوول کبير حقمل هم په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې ٣٥ نجونې مسمومې شوې دي.

هغه په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د غزني ښار د خاک غريبا لېسې پنځوس نجونې مسمومې شوې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.