ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې د” قران پوهنې” اړوند نندارتون پيل شو

په مزار کې د” قران پوهنې” اړوند نندارتون پيل شو

author avatar
7 Jun 2017 - 13:47
په مزار کې د” قران پوهنې” اړوند نندارتون پيل شو
author avatar
7 Jun 2017 - 13:47

مزارشريف (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د "قران پوهنې" اړوند نندارتون پيل شو.

د نندارتون مسوولين وايي چې ورته نندارې ځوانانو ته د "قران پوهنې" په اړه د پوهېدو فکر پيدا کوي، چې له لارې يې هغه دښمن پېژندلی شي چې د افغانانو پر وړاندې د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

دغه نندارتون چې تېره ورځ په اريانا پارک پرانيستل شو، د روژې تر  اوولسمې به د خلکو پر مخ پرانيستی وي.

په ياد نندارتون کې د شپې لخوا د قاريانو د تلاوت سيالۍ، قراني محصولاتو، کتاب، سي ډي، ويډيو او نورو توکو نندارې او ماشومانو ته د"قران پوهنې" اړوند فلمونو نندارې ته وړاندې کېدل دي.

د نندراتون تنظيمونکي سيدعلي پژواک خبري اژانس ته وويل،د مزارشريف ښار لسګونو د "قران پوهنې" مرکزونو په دغه نندارتون کې برخه اخيستې ده.

نوموړي زياته کړه، د شپې لخوا په کې د هېواد د داخل او بهرنيو قاريانو لخوا د تلاوت سيالۍ کېږي ا و د ورځې لخوا په غرفو کې قراني محصولات کتاب، د قران پوهنې اړوند رسالې، اډيو او ويډيو سي ډي او داسې نور توکي نندارې ايښودل شوي دي.

 سيد علي وايي، ورته نندارې ځوانانو ته فکر ورکوي چې د خپل دين او خپل اسماني کتاب قران په اړه فکر وکړي او پوهېدو ته يې تشويق شي.

نوموړي زياته کړه: (( ځوانان په قران د پوهېدو له لارې د خپل وطن هغه دښمن په سمه توګه پېژندلی شي، چې زموږ پر وړاندې له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي.))

د هغه په وينا، نندارې ته د دوی له اټکل ډېر ځوانان او مشران را روان وي.

د نندارې يو ګډنوال محمد ادريس پژواک خبري اژانس ته وويل، په لومړي ځل د "قران پوهنې"  اړوند داسې ننداره ګوري چې هم تفريحي اړخ لري او هم اسلامي.

نوموړي زياته کړه، نندارې ته د مشرانو تر څنګ ځوانان(هلکان او نجونې) په ډېره پيمانه راځي او د قران اړوند د پوهېدو هڅه کوي.

د هغه په وينا، ورته نندارې د ځوانانو د فکري ويښتيا او ذهني روښانتيا لپاره اړينې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.