ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ۳۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

له ۳۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
8 Jun 2017 - 13:35
له ۳۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
8 Jun 2017 - 13:35

جلال اباد (پژواک، ۱۸ غبرګولی ٩۶): د ترکيې هېواد د يوې مرستندویې موسسې له لوري په ننګرهار کې له ۳۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دا بېوزله کورنۍ چې له کلونو راهيسې د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې کار کوي، وضعيت يې ډېر خراب دی.

دغه کورنۍ وايي، په روژه کې يې ځکه ستونزې ډېرېږي چې کارونه يې سخت دي، نه يې شي ترسره کولی او وله مياشت بې کاره وي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېراد د يادو مرستو د وېش په مراسمو کې وويل، تر روژې وړاندې يې په دغه ولايت کې له بې وزلو کورنيو سره د مرستې لپاره په ولايت کې پلان جوړ کړ چې هم يې ملي سوداګر او هم يې مرستندويې ادارې مرستو ته وهڅولې.

دی وايي، د يادو مرستو لړۍ د روژې له پيله پيل شو چې نن يې د ترکيې هېواد د يوې خيريه ټولنې په مرسته ۳۰۰ بې وزله کورنيو ته د مرستې ورکړه.

شېرزاد زياته کړه، په يادو مرستو کې غوړي، لوبيا، بوره، چای او دال شامل دي چې هرې کورنۍ ته د يوې بستې په شکل ورکړل شول.

د کار او ټولنيزو چارو رييس وويل، پلان لري چې په نږدې ورځو کې ۶۰۰ نورو بې وزله کورنيو ته د يو شمېر موسساتو پر مټ چمتو شوې مرستې ووېشي.

د هدف په نوم د يادې ترکۍ موسسې يو استازي محمد عالم يلدريم وويل چې له دغو مرستو يې موخه په روژه کې د غريبو افغانانو لاسنيوی او له افغانانو سره د خپلې دوستۍ په ډاګه کول دي.

هغه زياته کړه چې هدف خيريه بنسټ د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو، پوهنې او يو شمېر رغنيزو برخو کې مرستې کوي.

د مرستو تر لاسه کوونکو د دغو مرستو په ترلاسه کولو خوښ برېښېدل او دغه راز يې له ملي سوداګرو او حکومت څخه د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه.

۳۰ کلن صفي الله چې په يوه بټۍ کې د خښتو کار کوي، پژواک ته وويل چې په روژه کې يې کارونه نشته او کورنی وضعيت يې ډير خراب دی.

هغه وويل، دا مرستې يې د ټولې مياشتې بسنه نه کوي او ولايتي اداره او ملي سوداګر دې ورسره نورې مرستې هم تر سره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.