ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر سياسي ګوندونو او عالمانو د تحصن خېمو د لرې کولو غوښتنه وکړه

يو شمېر سياسي ګوندونو او عالمانو د تحصن خېمو د لرې کولو غوښتنه وکړه

author avatar
8 Jun 2017 - 17:22
يو شمېر سياسي ګوندونو او عالمانو د تحصن خېمو د لرې کولو غوښتنه وکړه
author avatar
8 Jun 2017 - 17:22

کابل (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٦): يو شمېر سياسي ګوندونه، عالمان او مدني بنسټونه؛ د تحصن خېمو درول او د معترضينو له لوري د واټونو بندول د اندېښنې وړ وبلل او ټينګار يې وکړ، چې معترضين بايد د هوکړې له لارې له حکومت سره يوې پايلې ته ورسيږي.

د تېرې اوونۍ چهارشنبې ورځ د کابل ښار په وزيراکبرخان سيمه کې د موټربم چاودنې په پايله کې، چې د حکومت چارواکو په وينا، په ياده پېښه کې له ١٥٠ زيات کسان وژل شوي او له ٣٥٠ زيات ټپيان دي، چې ډېر يې ملکيان دي.

د کابل يو شمېر اوسېدونکو له ياد بريد وروسته په لاريونونو لاس پورې کړ چې په پايله کې دغه کار په تاوتريخوالي بدل شو، چې له هغه وروسته ځينو معترضينو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تحصن خېمې ودرولې چې له امله يې سخته ترافيکي ګڼه ګوڼه رامنځته شوې ده.

د افغانستان د حق او عدالت ګوند ارشد غړي معين مرستيال، نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د هېواد اوسني سياسي، امنيتي او شخړه رامنځته کوونکي وضعيت او د يو شمېر کسانو، ډلو او سياسي ګوندونو سازمانونو اندېښنه راپارونکو دريځ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي د قانون په چوکاټ کې لاريونونه د خلکو حق وباله او د کابل ښار د تېرې جمعې لاريون ته يې په اشارې سره زياته کړه: "دا چې دغه لاريون څرنګه په تاوتريخوالي بدل شو او يو شمېر هېوادوال مو په کې شهيدان او ټپيان شول؛ له افغان حکومت هيله کوو، څو د تاوتريخوالي عوامل وڅېړي او چا چې د دغو لاريونونو په تاوتريخوالي کې لاس درلود، د قانون منګولو ته وسپارل شي."

خو هغه له معترضنيو غوښتنه وکړه، څو خپلې غوښتنې د تفاهم له لارې له حکومت سره شريکې کړي او هغه چا ته اجازه ورنه کړي، څو د دوى له دا ډول حرکتونو سياسي ګټه پورته کړي.

مرستيال د معترضينو له لوري د ولسمشر، اجراييه مشر او د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د استعفا غوښتنې غيرعملي او غيرقانوني وبللې.

هغه وويل، چې ولسمشر او اجراييه مشر د خلکو د رايو پر بنسټ راغلي او دغه راز اتمر د ولسمشر د حکم له مخې، ټاکل شوى او څوکۍ يې اجراييوي بڼه نه لري او دغه راز د هغه ګوښه کول هم د ملت په خير او ګټه نه دي.

دغه راز  اسماعليانو د شورا او ملي پيوند ګوند مشر سيدمنصور نادري نن کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، له هر ډول داسې حرکتونو او لاريونونو سره مخالف دى چې له امله يې نظم ګډوډ او عامه امنيت ته زيان اوړي او دا ډول کار د ډيموکراسي او ازادۍ اصولو سره په ټکر کې دى.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه، چې د ملي يووالي دولت ړنګېدل هېواد کې د هېڅ سياسي او قومي جريان او ډلې په ګټه نه دي.

نوموړي د محمد حنيف اتمر د ګوښه کولو په اړه  د جمعيت اسلامي غوښتنې ته په اشارې سره وويل: "د هېواد په اوسني پېچلي سياسي او پوځي حالت کې دا ډول کار هيڅ توجيه نه لري او موږ چې له اتمر ښه پېژندګلوي او برداشت لرو؛ نوموړى په خپلو کاري دورو کې د يوه وړ کادر په توګه هېوادوالو په ځانګړي ډول امنيتي چارو ته ډېر خدمت کړى دى."

نادري ټينګار وکړ: "په دا ډول حساس سياسي وضعيت کې چې د هېواد ټول کورني او بهرني دښمنان د دولت نړېدو ته په تمه دي؛ بايد ټول يو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړو او خپله خاوره له دې نوره ويجاړېدو ته پرېنږدو؛ ځکه د دولت له منځه تلل د هيڅ سياسي او قومي جريان په ګټه نه دي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.