ميمنه (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٦): د فارياب ولايت چارواکي وايي چې په قورغان ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون ځواکونو د قوماندان په ګډون پنځه کسان په يوه مېلمستيا کې وژل شوي او يو بل ځوان د همدغه ولايت په بلڅراغ ولسوالۍ کې د تومانچې پر ډزو وژل شوى دى.
په فارياب ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې پنځه کسان د قورغان ولسوالۍ په ايماق کلي کې په يوه مېلستيا کې ووژل شول.
د سرچينې په خبره، په وژل شوو کې د ولسي پاڅون ځواکونو قوماندان چارى خان او د همايون او اسلام په نامه د هغه دوه سرتېري، قومي مخور حاجي صديق او شاهي اغه شامل دي چې د مستري محمد نومي کس په کور کې مېلمانه وو، دوى د ډوډۍ خوړلو پر مهال په ډزول وژل شوي او له پېښه وروسته مستري محمد له سيمې تښتېدلى، وسلې او درې موټر يې له ځان سره وړي دي.
د فاریاب د پوليسو وياند عبدالکريم يورش وويل چې د فارياب پوليسو د يوه ٢٤ کلن ځوان مړى په بلڅراغ ولسوالۍ کې موندلى دى.
نوموړي زياته کړه چې ځوان هدايت الله نومېږي او د نا پېژانده وسله والو له لوري د تومانچې پر ډزو وژل شوى او په يوه بڼ کې غورځول شوى چې د پوليسو له لوري کشف او کورنۍ ته سپارل شوى دى.
هغه زياته کړه چې د ځوان د وژنې لامل ناڅرګند دى، د پېښې عامل له سيمې تښتېدلى، خو په دې اړه څېړنې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن