ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” په فارياب کې طالبانو د قره شيخي مهمه سيمه نيولې”

” په فارياب کې طالبانو د قره شيخي مهمه سيمه نيولې”

author avatar
8 Jun 2017 - 13:29
” په فارياب کې طالبانو د قره شيخي مهمه سيمه نيولې”
author avatar
8 Jun 2017 - 13:29

ميمنه ( پژواک، ۱۸ غبرګولی ٩٦): د فارياب ځايي چارواکي وايي چې ‌طالبانو تېره شپه د ياد ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د قره شيخي سيمه نيولې ده.

د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي ويلي چې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو همکاري ونه کړه چې له امله يې دغه سيمې وروسته له د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغله، د دې تر څنګ  "ولسي پاڅون" ځواکونه هم سيمه پرېښوده.

د ولسي پاڅون کوونکو يوه غړي وويل چې د طالبانو د تېرې شپې په بريد کې د دوى درې کسان وژل شوي، دوه نور ټپيان دي او د استوګنې درې کورونه سوځېدلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د دولتي د مرستې په تمه وو، خو برعکس په سيمه کې مېشت د ملي اردو ځواکونه يې و ايستل او موږ هم اړ شوو چې سيمه پرېږدو.))

خو د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال جنت ګل کړوخېل وويل، چې د قره شيخي د سقوط لامل ولسي پاڅون کوونکي دي چې د امتياز ترلاسه کولو په موخه خپلې سيمې پرېږدي او ملي اردو هم دومره اضافي سرتېري نه لري چې د کليو په منځ او د هر کور په در وازه کې يو کس ځاي پرځاى کړي.

هغه زياته کړه: ((ملي اردو ځواکونه په داسې ځاى کې پراته دي، څو وکولى شي چې له عمومي سړک، امنيتي پوستو او له ولسي پاڅونوالو څخه په سمه توګه ملاتړ وکړي.))

له بلې خوا په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې امنيتي چارواکي او د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو قوماندانانو د ولسوالۍ د مرکز پر لوري د طالبانو د پرمختګ خبر ورکړي او خبردارى ورکوي چې څلور خواوې يې کلابندې شوې او که د ولايت مشرتابه سيمې ته مرستندويه ځواکونه ونه لېږي؛ د دولت ملاتړي به قتل عام شي.

د خواجه سبزپوش امنيه قوماندان، هاشم باتور بيک د پژواک خبري آژانس له خبريال سره په ټيليفوني اړيکه کې وويل چې وسله والو مخالفينو د قره شيخي د مهمې سيمې له نيولو وروسته طالبانو له درېيو خواوو د امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو پر سنګرونو بريدونه پيل کړي او پرمختګونه يې هم کړي دي.

باتوربيګ زياته کړه: ((تر وروستۍ مرمۍ پورې د طالبانو پروړاندې جنګېږم، څو چې ژوندى يم هېڅکله اجازه نه ورکوم خلک مې د طالبانو تر شکنجو لاندې راشي، خو مخکې له دې چې خونړۍ غميزه رامنځ ته شي، د ولايت ملکي او پوځي رهبري دې مرسته وکړي او مرستندويه ځواکونه دې را واستوي.))

هغه زياته کړه چې همدا اوس لسګونه کورنۍ د مرګ له ويرې له خپل کور کلي څخه وتلي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د شپې په تياره کې هر لوري ته روان دي.

خو د فارياب ولايت د مقام سرپرست او مرستيال، عبدالمقيم راسخ ډاډ ورکوي چې په خواجه سبزپوش کې له مېشتو ځواکونو څخه ملاتړ کېږي او د اړتيا وړ ځواکونه تګ ته چمتو شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.