ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې اته شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په اروزګان کې اته شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
10 Jun 2017 - 14:54
په اروزګان کې اته شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
author avatar
10 Jun 2017 - 14:54

ترينکوټ (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦) : په اروزګان ولايت کې نوې جوړ شوې اته شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د اروزګان والي محمدنذير خروټي د غبرګولي په ٢٠مه، د يادو اتو شنو خونو د ګټې اخيستنې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د ترينکوټ ښار په بېلا بېلو سيمو کې جوړې شوې دي.

هغه زياته کړه، ددې شنو خونو جوړولو پر پروژې ٢٩ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د نړيوال بانک لخوا ورکړل شوى دى.

خروټي وويل، اروزګان کرنيز ولايت دى او خلک يې تر ډېره پر کرنيزو محصولاتو بوخت دي؛ نو د دا ډول پروژو په پلي کېدو سره به له يوې خوا د کروندګرو ژوند ښه شي او له بلې خوا به د ښار مارکېټونو ته خپل کورني محصولات وړاندې کېږي.

د اروزګان د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير زلمي الکو پژواک ته وويل، دغه اته لويې شنې خونې په (۲۸۵۰ ) متره مربع ځمکه کې جوړې شوې دي.

 د هغه په وينا، له هرې شنې خونې څخه به ۶۸ ټنه بادرنګ ۵۶ ټنه روميان ۴۰ ټنه کاهو او ۳۶ ټنه توربانجان  هرکال توليد ولري.

دى وايي، په دې ولايت کې ۲۸ نورې شنې خونې هم ترکارلاندې دي چې ډېر ژربه يې کارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
الکو وايي، اوسمهال په دې ولايت کې ٣٨ کوچنۍ شنې خونې فعاله دي او حاصلات يې مارکېټ ته وړاندې کېږي.

د اروزګان کروندګر هم په دغه ولايت کې د شنوخونو جوړېدو ته خوښ دي.

د حاجي حبيب الله په نامه يو تن ګروندګر پژواک ته وويل، په دې شنو خونو کې په هر موسم کې سبزيجات کرل کېږي چې له امله يې د دوى اقتصاد ورسره ښه شوى دى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.