ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درېيم شخص پيسو لېږدول په “اف توکيو” بانک کې د “پښتني بانک” د ډالري حساب تړلو لامل شوي

د درېيم شخص پيسو لېږدول په “اف توکيو” بانک کې د “پښتني بانک” د ډالري حساب تړلو لامل شوي

author avatar
11 Jun 2017 - 14:22
د درېيم شخص پيسو لېږدول په “اف توکيو” بانک کې د “پښتني بانک” د ډالري حساب تړلو لامل شوي
author avatar
11 Jun 2017 - 14:22

کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦): د پژواک موندنې څرګندوي چې د "پښتني بانک" ډالري حساب د هېواد د درېيو خصوصي بانکونو د مشتريانو د پيسو د لېږد په سبب، د هغه يوازېني بانک له لارې چې پيسې ترې له هېواده بهر استول کېږي، بند شوى دى.

هغه اسناد چې پژواک خبري اژانس له يوې باوري سرچينې ترلاسه کړي، څرګندوي چې بانک اف توکيو (Bank of Tokyo) د پښتني بانک ارتباطي بانک و، خو له دوو مياشتو راهيسې يې خپله اړيکه له پښتني بانک سره له دې امله پرې کړې چې پښتني بانک د نورو بانکونو (درېيم شخص) د مشتريانو خورا زياتې پيسې له افغانستان نه بهر ته لېږدولې.

اسناد څرګندوي چې پښتني بانک د ٢٠١٦ کال له وروستيو تر هغه پورې چې د افغانستان ځيني سوداګريز بانکونه د ارتباطي حسابونو او مشتريانو د ډالري لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ شول، په دې برخه کې همکاري او انتقالات يې کړي دي، خو په دې اړه د افغانستان بانک او د پښتني بانک د ونډه والو له لوري هېڅ ډول منظوري نه ده اخيستل شوې.

هغه جدول چې اسناد په کې شامل دي، څرګندوي چې پښتني بانک د عزيزي بانک د مشتريانو څه باندې ٩.٥ ميليونه ډالر، د افغان يونايټډ بانک څه باندې ١٣ ميليونه ډالر او د غضنفر بانک د مشتريانو څه باندې ٤.٥ ميليونه ډالر له هېواده بهر لېږدولي دي.

په همدې ترتيب سره سندونه څرګندوي چې ياد جاپاني بانک د اړيکې له پرې کولو وړاندې پښتني بانک ته ليکلي: ((موږ له دې خوښ نه يو چې تاسې له اندازې زيات ډالر د ويسټروی حساب له لارې موږ ته لېږدوئ، موږ هغه پيسې نه منو چې اصل لېږدوونکى يې زموږ مشتري نه وي او په اړه يې معلومات ونه لرو... موږ داسې معلومات ترلاسه کړي چې د دې پيسو ډېری ورکوونکي چې په افغانستان کې ژوند کوي، د برېټانيا او اروپايي ټولنې د بنديزونو په لېست کې شامل دي او په پايله کې پوښتنليک [له پيسو مينځلو سره مبارزه او د ترهګرۍ تمويل ] (AML/CFT) ته په پام سره له تاسې غواړو چې يادو انتقالاتو ته اجازه ورنه کړئ.

خو هغه سند چې په پاى کې يې د پښتني بانک د مسوول او مطابقت (Compliance) څانګې ټاپه ليدل کېږي، د ٢٠١٧-٣-٢٣ په نېټه يې بانک اف توکيو په ځواب کې ليکلي، د مشتريانو هغه پيسې چې دغه بانک يې د ويسټرو حساب له لارې حواله کوي، په بنديزونو کې شاملې نه دي، دا مشتريان د سوداګرۍ، فعاليت او حقيقي مکان اسناد لري.

پښتني بانک همدارنګه ليکلي چې دغه بانک پيسې له کره پړاوونو وهلو وروسته حواله کوي او په همدې سبب د اويا سلنه مشتريانو حواله د ارزونې پر مهال ردېږي.

بانک اف توکيو بالاخره د پښتني بانک ډالري حساب بند کړى او د پښتني بانک پنځه ميليونه ضمانتي ډالر يې بېرته ور ګرځولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ياد جاپانى بانک يوزاېنۍ بانک و چې پښتني سوداګريز بانک يې له لارې کولى شول چې د خپلو مشتريانو پيسې له هېواده بهر ولېږدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.