ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي: پر ځينو ډلو قانون پلي کول نظام ته ګواښ پېښوي

د ننګرهار والي: پر ځينو ډلو قانون پلي کول نظام ته ګواښ پېښوي

author avatar
11 Jun 2017 - 15:40
د ننګرهار والي: پر ځينو ډلو قانون پلي کول نظام ته ګواښ پېښوي
author avatar
11 Jun 2017 - 15:40

جلال اباد (پژواک ۲۱ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار والي وايي، لا هم په ننګرهار کې داسې ډلې شته چې سل په سلو کې د قانون پلي کول پرې نظام ته ستونزې پېښولی شي.

 دا څرګندونې د ننګرهار والي محمدګلاب منګل له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال وکړې؛ خو ډاډ يې ورکړ چې د دا ډول ډلو د مهارولو لپاره يې اوږدمهاله هڅې پيل کړې دي.

خو نوموړي د دې ډلو په اړه نور معلومات ور نه کړل.

هغه زياته کړه، د امنيت د تامين لپاره په دې وروستيو کې ډېرې هلې ځلې شوي، خو دا چې بشپړ امنيت نه تامينيږي، د امنيتي ځواکونو د تشکيلاتو کموالی يې لويه ستونزه ده.

دى وايي: ((موږ د امنيتي ځواکونو د همغږۍ او قربانيو په نتيجه کې داعش ته ماته ورکړه، امنيتي ځواکونه مو له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته راوستل؛ خو لا هم امنيت سل په سلو کې نه دی ټينګ شوی.))

د ننګرهار والي مني چې په جلال اباد ښار کې د غير مسوولو وسله والو ګرځېدو خلکو ته اندېښنې پيدا کړي او د امنيتي پېښو رامنځته کېدو کچه يې لوړه کړې ده، خو ټينګار يې وکړ، چې په ښار کې د غير مسوولو وسله والو پر ګرځېدو بنديز لګول شوی او دغه ستونزه به په يوه اوږده مرحله کې پای ومومي.

هغه د يو شمېر هغو کړيو شتون هم تاييد کړ چې ګواکې د قانون پلي کول پرې نظام ته سرخوږی جوړولی شي.

ده زياته کړه: ((له بده مرغه د هېواد د نورو سيمو ترڅنګ په ننګرهار کې هم داسې ډلې شته چې په دوی د قانون سل په سلو کې پلي کول ستونزې را ولاړولی شي.))

خو ګلاب منګل ډاډ ورکړ چې پر دغو اشخاصو د قانون پلي کولو لپاره به له بېلابېلو لارو چارو کار واخلي او په اوږده واټن کې به پرې قانون پلی شي.

د ننګرهار والي دغه راز د خپل ماموريت په لنډه موده کې د فساد پر ضد د خپلې مبارزې د لاسته راوړنو په اړه هم خبرې وکړې.

هغه وايي، د فساد پر وړاندې يې مبارزه پيل کړې، خو د امنيتي او کشفي ارګانونو او ولس نه ملاتړ د دې لامل شوی چې دغې مبارزې رنګ نه دی راوړی.

دى زياتوي، له تورخم ښارګوټي، د پاکستان کونسلګرۍ د وېزو ستونزې، د ثبت احوال نفوس ادارې، پوهنې رياست او څو نورو ادارو څخه ورته ډېر شکايتونه راتلل؛ خو د ثبوت نه موجوديت د دې لامل شوی چې ډېرو ادارو کې يې هېڅ اقدام نه دی کړی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.