ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې پر ۱۳۰۰ کورنيو د مرستو وېش پیل شو

ننګرهار کې پر ۱۳۰۰ کورنيو د مرستو وېش پیل شو

author avatar
11 Jun 2017 - 14:54
ننګرهار کې پر ۱۳۰۰ کورنيو د مرستو وېش پیل شو
author avatar
11 Jun 2017 - 14:54

جلال اباد (پژواک، ۲۱ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي چې د اسلاميک ريليف موسسې ورسره ژمنه کړې چې ۱۳۳۶ بې وزله او د شهيدانو له کورنيو سره به د روژې په مناسبت د خوراکي توکو مرسته کوي.

د دې ادارې رييس عبدالحکيم شېرزاد دغه څرګندونې  د غبرګولي په ۲۱مه په جلال اباد ښار کې د يو روزنتون د يتيمو زده کوونکو له کورنيو سره د مرستې د لړۍ پيلولو پر مهال وکړې.

هغه وويل چې نن د روژې په مناسبت د اسلاميک ريليف موسسې په مرسته ۷۱۴ کورنيو ته د خوراکي توکو مرستې ورکړل شوې.

شېرزادى وايي، هرې کورنۍ ته د اوړو، غوړيو او بورې په ګډون اووه قلمه خواړه ورکول کېږي چې لږ تر لږه يو مياشت لپاره بسنه کوي.

د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي چې ياده موسسه به څو ورځې وروسته له ۶۲۲ نورو کورنيو سره هم ورته مرستې وکړي چې هغه هم بې وزله کورنۍ او د يتيمانو کورنۍ دي.

د دغو مرستو د وېش په لړۍ کې د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړو هم برخه اخيستې وه چې تر ډېره يې د دې موسسې کړنه وستایله او پر نورو خيريه بنسټونو او سوداګرو يې هم په روژه کې له بې وزله کورنيو سره د ورته مرستو غږ وکړ.

د دې شورا مرستيال لعل محمد دراني پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې له بېوزله کورنيو سره د لاسنيوي او مرستو پروګرامونه ډېر شوي او بايد دغې چارې ته لا پراختيا ورکړل شي.

نوموړي په ټولو خيريه بنسټونو او مدني ټولنو غږ وکړ چې يادو کورنيو سره د مرستو تر څنګ دې هغوی ته کاري زمینه هم برابرې کړي چې د بل له احتياجه خلاص شي.

مېرمن ګل څانګه چې مېړه يې په جګړو کې وژل شوی او يتيم ماشومان ور له غاړي دي، د مرستې له ترلاسه کولو خوښه برېښېده.

هغې زياته کړه : ((زوی مې همدلته په دې روزنتون کې شاګرد دی، ښه دی دا موسسه يو څه کومک هم راسره کوي، که څه هم زموږ نه بس کيږي او نورو مرستو غوښتنه کوو؛ خو بيا له دې موسسې مننه، چې موږ سره مرسته کوي.))

د يو بل خبر له مخې په ننګرهار کې د ظاهر خیریه بنسټ د يو شمېر هيوادوالو په نغدي مرستو ۱۱ بې وزلو کورنیو او یتیمو ماشومانو ته د وړو کارونو زمينه برابره کړه.

د يادې ټولنې مشر اکمل ظاهر پژواک اژانس ته وويل، چې ۱۱ غریبو کورنیو او يتيمو ماشومانو ته  ۶ د سيمکارتو، کريډيټ کارتونو او صرافۍ بکسې، دې د کاليو ګنډلو ماشينونه او دوه د چرګانو د خرڅلاو بکسې ووېشل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.