ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ  کې له منکراتو سره د مبارزې کمېسيون رييس له دندې ګوښه شو

په بلخ کې له منکراتو سره د مبارزې کمېسيون رييس له دندې ګوښه شو

author avatar
12 Jun 2017 - 17:33
په بلخ  کې له منکراتو سره د مبارزې کمېسيون رييس له دندې ګوښه شو
author avatar
12 Jun 2017 - 17:33

مزارشريف(پژواک،۲۲ غبرګولی۹۶): د بلخ ولايت د حج او اوقافو رياست، له منکراتو سره د مبارزې کمېسيون رييس له دندې ګوښه کړ.

له منکراتو سره د مبارزې کمېسيون د روژې مياشت په لومړيو کې د حج او اوقافو رياست لخوا د روژه خوړونکو او په اسلام کې د منع کړای شويو کړنو د مخنيوي په موخه جوړ شوی وو، چې د روژې  په دويمه لسيزه کې يې رييس مولوي وزين د غبرګولي په ۲۲مه، له دندې ګوښه کړای شو.

مولوي وزين درې ورځې وړاندې له دوه ځوانانو په دې تور ويښتان قيچي کړي وو، چې هم يې په روژه خوړلو نيولي وو او هم يې د ده په وينا له ديني ارزښتونو سره په ټکر کې ويښتان جوړ کړي وو.

د بلخ د حج او اوقافو رييس مولوي محمود دانشجو نن په يوه خبري ناسته کې د مولوي وزين کړنې د انسان د شخصيت سپکاوی وبللې او هغه يې د منکراتو کمېسون له رياست څخه ګوښه کړ.

نوموړي په همدې تړاو جوړه شوې خبري ناسته کې وويل، چې روژه خوړل جرم دی؛ خو له امله يې د يو انسان سپکاوی کول ښه کار نه ده.

د ده د معلوماتو پر بنسټ، مولوي وزين له ځوانانو څخه د روژه خوړلو په تور د سر ويښتان قيچي کړي وو.

مولوي دانشجو وويل، چې له همدې امله د مولوي وزين د چارو په غبرګون د بلخ ديني عالمانو ورته ليکلي شکايتونه وکړل، چې دغه چاره د دعوت له اصولو سره په ټکر کې ده.

نوموړي زياته کړه، له همدې امله يې د منکراتو کمېسون له رياست څخه ګوښه کړ.

خو مولوي وزين پژواک ته وويل چې ده د اسلام له اصولو سره برابر کار کړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((موږ داسې کسان ونيول، چې د عامو خلکو پر وړاندې يې روژه خوړله، دوه خو په کې استادان وو نو له نورو څه ګيله ده .))

هغه په بېلا بېلو بڼو د ويښتانو جوړول له ديني ارزښتونو سره په ټکر کې وبلل او ويې ويل چې له همدې امله يې د هغو روژه خوړونکو ويښتان قيچی کړل، چې د چرګ غوندې تاج يې پرې ايښی و.

خو بلخ ولايت د علماوو شورا غړي مولوي اميرمحمد ضيايي پژواک ته وويل چې دغه ډول چارې په دين کې هېڅ ځای نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.