ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل سیند د پنځه کیلومتره ساحې د پاکولو او بیارغونې کار پیل شو

د کابل سیند د پنځه کیلومتره ساحې د پاکولو او بیارغونې کار پیل شو

author avatar
14 Jun 2017 - 16:15
د کابل سیند د پنځه کیلومتره ساحې د پاکولو او بیارغونې کار پیل شو
author avatar
14 Jun 2017 - 16:15

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۶): د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې د ۹۸ ميليونه افغانيو په لګښت د کابل سيند د نږدې پنځو کيلومترو ساحې د پاکوالي او بيارغونې کار پيل شو.

د پلازمېنې زون د پراختيا خپلواکې ادارې مشر انجنير الهام عمر هوتکي، نن په کابل کې د کابل سيند پاکوالي د کار د پيل په مراسمو کې وويل، په لومړي پړاو کې به له ارتل پله څخه د عبدالحق تر څلورلارې چې ۴۷۰۰ متره کېږي، د پاکولو چارې په يوولسو مياشتو کې بشپړې شي.

هغه زياته کړه: "قراردادي شرکت (ISD) به د کابل سيند څخه ۱۷۰زره متره مکعبه اټکل شوي اضافي مواد له کابل ښاره بهر ختيځ لور ته په شاوخوا ۳۵ کيلومترۍ لرې واټن کې د بتخاک د ګزک سيمې ته لېږدوي او هلته به يې په تخنيکي ډول له منځه وي، چې له مخې به يې دغه د سيند ټاکل شوې برخه په منظم ډول پاکه شي."

دی وايي: "دا چې د کابل سيند د کال په ټولو موسمونو کې روانې اوبه نه لري، نو موږ کولای شو د ياد سيند په پاکې شوې برخې څخه د تجارتي سيمې په توګه هم ګټه واخلو، هلته په موقتي ډول مارکېټونه او د موټرو پارکېنګونه جوړ کړو."

د کابل ښاروالۍ د دويمې ناحيې امر نجيب الکوزي له خلکو وغوښتل چې د کابل سيند تر پاکېدو وروسته دې دې سيند ته کثافات او نور اضافي مواد نه غورځوي، څو دغه سيند له اضافي موادو پاک وساتل شي.

د اوبو لګولو سيستمونو د پراختيا (ISD) شرکت مرستيال حميدالله همت وويل: "موږ به د کابل سيند د پاکولو په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموو او راسپارل شوی کار به په پوره اخلاص سره له ټاکلې مودې مخکې پای ته ورسوو."

هغه له کابل ښاروالۍ، ترافيکو رياست او نورو اړوندو ادارو وغوښتل چې له دوی سره د پاکولو په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي؛ ځکه دوی به تر ډېره خپلې چارې د شپې له خوا ترسره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.