کابل (پژواک،٢٤غبرګولى ٩٦): له تيرو پنځو مياشتو راهيسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير دنده ځنډېدلې؛ خو دفتر يې لا هم مُهرو لاک دى او د نوموړي پر وړاندې د تورونو څېړلو پايلې هم په ډاګه شوې نه دي.
ولسمشرۍ د ١٣٩٥کال مرغومي په ١٣مه اعلان وکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير عبدالرزاق وحيدي دنده ځنډېدلې او په دغه وزارت کې د مالي مسايلو څېړنې لپاره يو پلاوى وټاکل شو چې د دغه پلاوي کار تر پاىه به د وحيدي دنده ځنډېدلې وي.
عبدالرزاق وحيدي د هغو وزيرانو په ډله کې و چې له دې موضوع وړاندې د ولسي جرګې له لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پراختيايي بوديجې نه لګولو او د مخابراتي شرکتونو مشتريانو د لس سلنې مالياتو څرنګوالي په تړاو سلب اعتماد شو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير سيد احمدشاه سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې عبدالرزاق وحيدي مخکې ويلي وو چې د لس سلنې مالياتو راغونډولو سيستم يې چمتو کړى خو دغه سيستم اصلاً جوړ شوى نه دى.
د نوموړي په وينا، دغه سيستم بايد داسې جوړ شوى وای چې له مخابراتي شرکتونو سره د تماس پر مهال، د يادو شرکتونو مشتريانو د ټيلېفوني اړيکو لګښت اندازه د دولت مالياتو راغونډولو حساب څرنګوالى معلوم کړي.
سادات يادونه وکړه چې د ياد سيستم نه شتون له امله تر اوسه جوته نه ده چې د پام وړ څومره ماليات د دولت حساب ته ورځي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير وويل: "اصلاً بايد دغه سيستم ١٣ کاله وړاندې جوړ شوى وای؛ خو اوسمهال يې تخنيکي چارې چمتو شوې دي او هيله من يو چې ډېر ژر فعال شي."
سيد احمدشاه سادات د دې موضوع په تاييد سره چې د ځنډول شوي وزير دفتر لا هم مهرو لاک دى، وويل چې پر دې موضوع څېړنه د څارنوالۍ صلاحيت دى؛ خو هغه نه پوهېږي چې دا څېړنه څومره ترسره شوې ده.
عبدالرزاق وحيدي د سلواغې په ١٧مه په يو ليک کې چې پژواک خبري اژانس لاس ته ورغلى و ويلي وو، چې پر ده لګېدلي تورونه بې بنسټه دي او د خپلې بې ګناهۍ لپاره زيات اسناد په واک کې لري.
هغه يادونه وکړه چې د مخابراتي مالياتو راغونډول چې د ټيلېفوني خبرو لس سلنه ماليات هم په کې شامل دي "هېڅ قانوني مسووليت" نه لري او هغه چمتو دى چې د څېړنې له بهير سره کلکه همکاري وکړي.
سره له دې چې د عبدالرزاق وحيدي دنده له تېرو پنځو مياشتو راهيسې ځنډېدلې، خو تر اوسه جوته نه ده چې په دې برخه کې د لوى څارنوالۍ پلاوي څېړنو پايله کې څومره پرمختګ شوى دى.
د لوى څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي پژواک ته وويل چې د يادې قضيې په تړاو څېړنې دوام لري او د څېړنو له بشپړېدو سره سم به يې پايلې له خلکو سره شريکې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن