ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ښار کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني ښار کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
14 Jun 2017 - 11:24
غزني ښار کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
14 Jun 2017 - 11:24

غزني ښار- ښرنه (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦): په غزني ښار کې د ماين چاودنې مرګ ژوبله اړولې، بلخوا په پکتيکا کې د طالبانو تر منځ خپلمني نښته شوې چې مرګ ژوبله هم لري.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د دويمې حوزې په مربوطاتو کې د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى او يو ملکي کس وژل شوى دى.

د سيمې اوسېدونکي محمد نعيم پژواک ته وويل چې چاودېدونکي توکي پر بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه وايي: ((کله چې رينجر موټر تېرېده، موادو چاودنه وکړه خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه لرم.))

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو تر منځ خپلمنځي نښته شوې چې مرګ ژوبله هم لري.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک پژواک ته وويل چې نن سهار د سرروضې ولسوالۍ د مارزکو په سيمه کې د طالبانو تر منځ خپلمنځي جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي او امکان لري چې بيا هم جګړه وشي.

په سرروضه کې د طالبانو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دغه نښته د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پخواني ولسوال شاهين او د نوو ورغلو طالبانو تر منځ شوې ده.

هغه وايي: ((د شاهين کسانو له خلکو پيسې ټولولې چې د دې نورو طالبانو له غبرګون سره مخ شول او جګړه شروع شوه.))

هغه هم وويل چې په دې جګړه کې درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.