ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د يوه لوى کانال جوړولو چارې پيل شوې

نورستان کې د يوه لوى کانال جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
14 Jun 2017 - 11:14
نورستان کې د يوه لوى کانال جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
14 Jun 2017 - 11:14

جلال اباد (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۶): د نورستان په مرکز پارون کې د ۶۵۰ متره په اوږدوالي د يو کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د غبرګولي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کانال د کرنې رياست د ولايتي بوديجې له لارې د ۶،۸ ميليونه افغانيو په لګښت رغول کېږي.

هغه زياته کړه چې له ياد کانال څخه به د مرکز پارون د ماندې کلي يونيم سل جريبه ځمکه خړوبه شي. ده وويل چې د ياد کانال چارې به په شپږو کاري مياشتو کې ترسره او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د نورستان د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير سيد الغياث وايي،  دغه کانال به وکولی شي چې د نورستان  او په ځانګړې توګه د مرکز پارون کرنیز حاصلات لوړ کړي.

ده وويل چې کانال تر رغېدو وروسته په دغه ولايت کې د زراعتي سکتور د پراختيا لپاره نور پلانونه هم لري چې ورو ورو به پلي شي.

د سيمې يو قومي مشر مولوي عنایت الله د ياد کانال د چارو په پيل خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ چې ولايتي اداره دې د کانال د چارو سمه څارنه وکړي.

هغه پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې نورستان کې دې د بيارغونې لپاره نورې پروژې هم پلې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.