ترينکوټ (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٦): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د څه باندې ١٦ ميليونه افغانيو په ارزښت د استنادي دېوال او کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اروزګان والي محمد نذير خروټي، نن د دې پروژو د کار د پيل پرمهال وويل چې د يادو دواړو پروژو لګښت د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي، چې د ولايت د کرنې رياست له خوا به يې چارې پرمخ وړل کېږي.
ده زياته کړه، د دې پروژو په پلي کېدو سره به له يوې خوا د سيمې لسګونو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي او ورسره به سلګونه جريبه ځمکه له اوبو وړلو څخه وژرغول شي.
د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس زلمي الکو وويل چې ياد شوى استنادي دېوال ٢٣ متره او کانال ٣٠ متره اوږدوالى لري چې د پنځو مياشتو په موده کې به يې د جوړېدو کار پاى ته ورسېږي.
د سیمې اوسېدونکي او کروندګر هم خوښ دي چې د کرنې ریاست له خوا پروژې ورته پلي کېږي.
نقیب الله چې یو کروندګر دى، پژواک ته وويل چې په تېرو کلونو کې به چې کله سېلابونه راغلل، نو د دوی ځمکې به یې یوړې، خو دا چې اوسمهال ورته استنادي دېوال جوړېږي، نو د سېلابونو په زیاتېدو سره به د ځمکو وړلو وېره لرې شي.
د اروزګان والي دغه راز وويل چې د دې پروژو ترڅنګ په تالاني سيمه کې هم نن د اوبو د يوه کانال د جوړېدو کارونه د څه باندې دوه ميليونه افغانيو په لګښت د کرنې وزارت له خوا پيلېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن