ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود : د يوه ملي خپلواک کمېسيون لخوا دې لويه عنعنوي جرګه جوړه شي

مسعود : د يوه ملي خپلواک کمېسيون لخوا دې لويه عنعنوي جرګه جوړه شي

author avatar
16 Jun 2017 - 12:17
مسعود : د يوه ملي خپلواک کمېسيون لخوا دې لويه عنعنوي جرګه جوړه شي
author avatar
16 Jun 2017 - 12:17

کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦) : پخوانى سلاکار وزير او قومي مشر شهزاده مسعود وايي، چې هېواد له روان بحران څخه د ويستلو لپاره بايد د يوه خپلواک کمېسيون لخوا عنعنوي لويه جرګه وغوښتل شي.

هغه د غبرګولي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، چې د هېواد امنيتي، سياسي او اقتصادي خراب حالت په کتلو سره بايد سياسي، جهادي ګوندونه ، مدني ټولنې او ځوانان يو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي .

شهزاده مسعود وايي، چې هېواد له روان بحران څخه د ويستلو يواځينۍ لاره د لويې عنعنوي جرګې راغوښتل دي او دا لويه جرګه کې د يوه ملي خپلواکه کمېسيون لخوا جوړه شي.

د هغه په وينا، په دې لويه جرګه کې بايد  د هېواد وسله والو مخالفينو او په ځانګړې توګه وسله والو طالبانو هم د ګډون بلنه ورکړل شي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه سلاکار وايي، چې له بده مرغه په دې وروستیو لسیزو کې د هېوادوالو په اذهانو کې یوه خورا ناوړه پدیده پیچکاري شوه. دغه ناوړه پدیده د نفاق حس دی چې پخوا به يې څرک هم نادر وو او د هېواد هر وګړي یې پر وړاندې جدي حساسیت هم ښودلو.

د هغه په وينا،  ددغه حس د ودې تر شا د پردیو لاسونه دي. دوی په افغانستان کې د خپلو سیاسي موخو د پرمختګ لپاره تر دغې بله ښه وسيله ونه ليده او يو شمیر نادان وګړي يې ددغې ناوړه پدیدې ښکار کړل.

مسعود وويل، تاريخ په ډاګه کړې چې هر ډول ملي مسایل د جرګو او مرکو له لارې حل شوي دي او په دغه هېواد کې د جرګو او مرکو اصل تر نورو ټولو اغیزناک او معتبر دی.

ده زياته کړې : (( اوس موږ د يو اضطراي حالت ښکار یو او زه هم په دې حساسو شرایطو کې د اضطراري لویې جرګې دایرولو ته سترګې په لار يم تر څو د روان ناورین ناوړه پایلې په کې وڅیړل شي او د حل لپاره یې پر اغیزناکو لارو چارو او د ملي او نړیوالو مسایلو پر حل فکر وشي. ))

د هغه په باور د با عزته او تل پاتې سولې لپاره بین الافغاني مذاکرات تر ټولو اړین دي تر څو په پایله کې یې د ملي یووالي د تحکیم او د قانون د حاکمیت لپاره عملي او ګټورې لارې چارې وسنجول شي.

شهزاده مسعود پر ملي يووالي حکومت هم نيوکه وکړې، چې نه يواځې خپلې ژمنې يې عملي نه کړي، بلکې هغه سياسي ژمنې چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ شوې وې، هغه هم تر اوسه عملي شوي نه دي.

هغه پر امريکا هم نيوکه وکړه، چې افغانستان ته يې د څلورو زرو سرتېرو د لېږلو پرېکړه وکړه، پخوا دامريکا سل زره سرتېرو امنيت ونه شو راوستلى اوس به يې څه راولي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.