ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې غلاوې، هدفي وژنې او تښتونې مخ په ډېرېدو دي

خوست کې غلاوې، هدفي وژنې او تښتونې مخ په ډېرېدو دي

author avatar
17 Jun 2017 - 11:51
خوست کې غلاوې، هدفي وژنې او تښتونې مخ په ډېرېدو دي
author avatar
17 Jun 2017 - 11:51

خوست ښار (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦): په دې وروستيو کې د خوست په مرکز او لرو پرتو سيمو کې د وسله والو غلاوو، هدفي وژنو او د انسان تښتونې پېښو په زياتېدو سره د دغه ولايت د اوسېدونکو اندېښنې ډېرې شوې دي.

د خوست د خلکو په وينا، په دغو پېښو کې د موټرو غلاوې، د انسان تښتونې پېښې، د وسله والو غلو له لوري د ځينو خلکو وژل او کله ناکله يو شمېر هدفي وژنې شاملې دي.

د خوست يوه اوسېدونکي محمدنذير له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د دغو پېښو په زياتېدو سره د خلکو تر منځ وېره خپره شوې او پر ورځني ژوند او کاروبار يې منفي تاثير کړی دی.

هغه زياته کړه: ((يو سړی په دوبۍ کې ټول عمر مزدوري وکړي، پيسې وګټي، خو چې دلته راشي، غل د پاسه ټوپک پرې ونيسي، ويې وژني او موټر هم ترې بوځي. حکومت يې بايد مخه ونيسي.))

د دغه ولايت بل اوسېدونکي محمدګل پژواک اژانس ته وويل چې په ځينو مواردو کې يې داسې هم اورېدلي چې ځيني حکومتي کسان په ځانګړي ډول د امنيې قوماندانۍ يو شمېر منسوبين له وسله والو غلو سره لاس لري.

هغه زياته کړه: ((د غلاوو زياتېدل، د انسانانو تښتول او وژل پر حکومتولۍ او د خلکو پر ورځني ژوند ډېر بد اغېز لري. زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت دې د غير مسوولو وسله والو مخنيوی وکړي.))

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا ځيني غړي بيا وايي چې د يو شمېر امنيتي منسوبينو د ناسمو ګومارنو له امله په دغه ولايت کې ځينو غير مسوولو وسله والو ته د فعاليت زمينه برابره شوې.

د دې شورا يوه غړي قمرعلي لکڼوال له پژواک اژانس سره په خبرو کې له ځايي ادارې وغوښتل چې د خلکو د سر او مال ساتنې لپاره جدي ګام واخلي.

هغه وويل: ((د کادرونو په ګومارلو کې ستونزې شته، ځيني کسان د ملي امنيتي ځواکونو د منسوبينو په ګومارلو کې مداخله کوي، خو د امنيې قومانداني بايد دې مسئلې ته ډېره پاملرنه وکړي.))

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت بيا له پژواک اژانس سره په خبرو کې دا رد کړه چې ګني په دغه ولايت کې دې د وسله والو غلاوو او هدفي وژنو پېښې ډېرې شوې وي.

هغه وويل، پوليس پر دې بريالي شوي چې په مرکز او لرو پرتو سيمو کې د غلاوو، لارشکونو، سړي تښتونو او وژلو پېښو مخنيوی وکړي.

خو په ورته وخت کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک اژانس ته ومنله چې په دې وروستيو کې يادې پېښې ډېرې شوې او دا يې د اندېښنې وړ وبللې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.