ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر ۵۰ سلنه نجونې ښوونځیو ته له تګه پاتې کېږي

د لوګر ۵۰ سلنه نجونې ښوونځیو ته له تګه پاتې کېږي

author avatar
17 Jun 2017 - 15:23
د لوګر ۵۰ سلنه نجونې ښوونځیو ته له تګه پاتې کېږي
author avatar
17 Jun 2017 - 15:23

پل علم (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦): د لوګر د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د قانون نه پلي کېدل او پخواني دودونه د دې لامل شوي چې پنځوس سلنه پېغلې نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې شي.

د لوګر د ښځو چارو رييسې شيما زرګر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز پل علم په ګډون، په خروار، ازره، څرخ او نورو سيمو کې خلک حاضر نه دي چې خپلې پېغلې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.

هغې زياته کړه: ((دلته پخواني دودونه اوس هم رواج دي، خلک دا د ځان لپاره ننګ ګڼي چې خپلې پېغلې لوڼې مکتب ته واستوي او دا ورته ډېر بد کار ښکاري.))

د زرګر په وينا، د دوی د سروې او معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې د همدې دودونو او د قانون د نه پلي کېدو له امله پنځوس سلنه پېغلې نجونې ښوونځي ته له تګ څخه پاتې دي.

ده زياته کړه چې د ښځو چارو رياست په وار وار په دې برخه کې غونډې او کنفرانسونه جوړ کړي او په ترڅ کې يې له خلکو غوښتي چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.

د څرخ د پنګرام سيمې اوسېدونکې عاطفې پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ ډېرې پېغلې نجونې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي.

هغې زياته کړه: ((زما درې لوڼې دي، تر شپږم صنفه پورې يې درس ويلى دى، خو اوس مې خاوند ورته اجازه نه ورکوي، ټول يې په کور کېنولي دي او وايي که پېغلې نجونې مکتب ته لاړې شي، دا ډېر بد کار دى او زموږ لپاره به لوى شرم وي.))

عاطفه وايي چې حکومت بايد د دې ستونزې حل ته يوه اساسي لار پيدا کړي؛ ځکه دغه کار د ښځو په برخه کې لوى ظلم دى.

د ازرې ولسوالۍ يوې اوسېدونکې مريم په مرکز پل علم کې پژواک ته وويل چې يواځې تر درېيم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي.

هغې وويل: ((ډېر زيات مې مکتب خوښېږي، غوښتل مې چې ډاکټره شم خو څه وکړم وروڼه او پلار مې ما مکتب ته نه پرېږدي.))

دې پر خپلو مشرانو ټينګار وکړ چې له پخوانيو دودونو تېر شي او له نوي عصر سره سم دې پر نجونو هم زده کړې وکړي.

دغه راز د پل علم د دادوخېلو سيمې اوسېدونکي ګلاب الدين پژواک ته وويل چې په دغه کلي کې د زرو په شاوخوا کې کورنۍ ژوند کوي.

هغه وايي چې په دغه کلي د نجونو لپاره يواځې يو لومړنى ښوونځى دى؛ ځکه چې د دې سيمې خلک حاضر نه دي پر خپلو لوڼو له دې پورته زده کړې وکړي.

ده زياته کړه: ((دلته هېڅوک خپله پېغله لور مکتب ته نه لېږي، که چېرې دغه کار وکړي نو بيا تر قيامته يې خلک کورنۍ ته پېغور ورکوي.))

د ګلاب الدين د معلوماتو له مخې، ځينې کورنۍ چې که وغواړي چې پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي، نو بيا هغوی کابل او يا هم نورو ولايتونو ته کډه کوي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زه پر دې پوه يم چې علم پر نر او ښځه فرض دى، خو څه وکړو چې اوس دلته په رواج کې بند يو، زه هم خپلې لوڼې مکتب ته نه پرېږدم.))

بل لور ته ديني عالم مولوي عبدالحميد وايي چې د اسلام له نظره زده کړه د ښځو شرعي حق دى.

هغه زياته کړه: ((خو ښځو ته بايد د ښځو له خوا زده کړې ورکول شي او مکتب ته هم بايد په حجاب کې لاړې شي.))

مولوي عبدالحميد د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((کومې کورنۍ چې خپلې لوڼې زده کړو ته نه پرېږدي دا د هغوى شخصي کار دى خو په اسلام کې پر زده کړو ډېر ټينګار شوى دى.))

هغه وايي چې په لوګر کې ديني عالمان تل هڅه کوي څو کورنۍ وهڅوي چې پر خپلو ټولو بچو زده کړې وکړي.

دغه راز د لوګر د پوهنې رياست هم يادې ستونزې مني او وايي چې پخوانيو دودنو په دې ولايت کې د نجونو پر وړاندې د زده کړو بهير له ستونزو سره مخ کړى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د دغه ولايت د پوهنې رييس محمد اکبر ستانکزي پژواک ته وويل چې په څرخ او خروار ولسواليو کې دوى تر اوسه د نجونو لپاره لېسه نه ده جوړه کړې.

هغه زياته کړه: ((په دې ولسواليو کې خلک حاضر نه دي چې له شپږم نه ډېر په خپلو لوڼو درس و وايي او دغه کار د خپل ځان او قوم لپاره يو لوى شرم بولي نو ځکه موږ هم ورته تر اوسه لېسه نه ده جوړه کړې.))

خو ستانکزى وايي، که د دغه ولايت د هرې سيمې خلک دې ته حاضر شي چې خپلې لوڼې تر وروستې پړاوه ښوونځي ته ولېږي نو دوى چمتو دي چې لېسه ورته جوړه کړي.

ده وويل: ((د مرکز پل علم تر څنګ په ولسواليو کې زموږ تر ټولو لوى مشکل دا دى چې خلک رواج تر قانون لوړ بولي او هر څه يې چې رواج و وايي هماغه کار کوي او د بل هېڅ شي په قصه کې نه دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د پوهنې رياست له بېلابېلو لارو هڅې کوي څو خلک وهڅوي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي.

د لوګر د ولايت مقام هم ياده ستونزه تاييدوي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ډېرى اوسېدونکي د قانون پر ځاى خپل پخواني دودونه تعقيبوي.

ده هم وويل چې د همدې ناسمو رواجونو له مخې د مرکز پل علم تر څنګ په ډېرو ولسواليو کې نجونې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې نه شي کولاى.

صالح وايي چې ولايتي چارواکو د قومي مشرانو او ديني عالمانو له لارې هلې ځلې پيل کړي څو ياده ستونزه را کمه کړي.

دا يواځې لوګر ولايت نه دى چې اوسېدونکي يې له يادې ستونزې سره مخ دي، د افغانستان په ډېرو سيمو کې خلک دې ته چمتو نه دي چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.

د يادونې ده، دا مهال د لوګر په مرکز او ولسواليو کې ٣٠٧ ښوونيز مرکزونه فعال دي چې په دې مرکزونو کې څه د پاسه ١٤٠زره کسان زده کړې کوي چې نږدې پنځوس زره يې نجونې دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.