د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خوست کې غلاوې، هدفي وژنې او تښتونې مخ په ډېرېدو دي

خوست کې غلاوې، هدفي وژنې او تښتونې مخ په ډېرېدو دي

Jun 17, 2017 - 11:51

خوست ښار (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦): په دې وروستيو کې د خوست په مرکز او لرو پرتو سيمو کې د وسله والو غلاوو، هدفي وژنو او د انسان تښتونې پېښو په زياتېدو سره د دغه ولايت د اوسېدونکو اندېښنې ډېرې شوې دي.

د خوست د خلکو په وينا، په دغو پېښو کې د موټرو غلاوې، د انسان تښتونې پېښې، د وسله والو غلو له لوري د ځينو خلکو وژل او کله ناکله يو شمېر هدفي وژنې شاملې دي.

د خوست يوه اوسېدونکي محمدنذير له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د دغو پېښو په زياتېدو سره د خلکو تر منځ وېره خپره شوې او پر ورځني ژوند او کاروبار يې منفي تاثير کړی دی.

هغه زياته کړه: ((يو سړی په دوبۍ کې ټول عمر مزدوري وکړي، پيسې وګټي، خو چې دلته راشي، غل د پاسه ټوپک پرې ونيسي، ويې وژني او موټر هم ترې بوځي. حکومت يې بايد مخه ونيسي.))

د دغه ولايت بل اوسېدونکي محمدګل پژواک اژانس ته وويل چې په ځينو مواردو کې يې داسې هم اورېدلي چې ځيني حکومتي کسان په ځانګړي ډول د امنيې قوماندانۍ يو شمېر منسوبين له وسله والو غلو سره لاس لري.

هغه زياته کړه: ((د غلاوو زياتېدل، د انسانانو تښتول او وژل پر حکومتولۍ او د خلکو پر ورځني ژوند ډېر بد اغېز لري. زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت دې د غير مسوولو وسله والو مخنيوی وکړي.))

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا ځيني غړي بيا وايي چې د يو شمېر امنيتي منسوبينو د ناسمو ګومارنو له امله په دغه ولايت کې ځينو غير مسوولو وسله والو ته د فعاليت زمينه برابره شوې.

د دې شورا يوه غړي قمرعلي لکڼوال له پژواک اژانس سره په خبرو کې له ځايي ادارې وغوښتل چې د خلکو د سر او مال ساتنې لپاره جدي ګام واخلي.

هغه وويل: ((د کادرونو په ګومارلو کې ستونزې شته، ځيني کسان د ملي امنيتي ځواکونو د منسوبينو په ګومارلو کې مداخله کوي، خو د امنيې قومانداني بايد دې مسئلې ته ډېره پاملرنه وکړي.))

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت بيا له پژواک اژانس سره په خبرو کې دا رد کړه چې ګني په دغه ولايت کې دې د وسله والو غلاوو او هدفي وژنو پېښې ډېرې شوې وي.

هغه وويل، پوليس پر دې بريالي شوي چې په مرکز او لرو پرتو سيمو کې د غلاوو، لارشکونو، سړي تښتونو او وژلو پېښو مخنيوی وکړي.

خو په ورته وخت کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک اژانس ته ومنله چې په دې وروستيو کې يادې پېښې ډېرې شوې او دا يې د اندېښنې وړ وبللې.

ځدراڼ زياته کړه چې د دې پېښو د مخنيوي او همدارنګه د غير مسوولو وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره ولايتي ادارې له ټولو امنيتي ارګانونو سره پر يوه ګډ پلان کار کړی دی.

ده وويل: ((همدې ستونزې او اندېښنې ته په کتو سره ولايتي ادارې له امنيتي ارګانونو ګډه غونډه کړې او نوې طرحه جوړه شوې، چې په پلې کېدو سره به يې تر ډېره بريده دغه ستونزه هواره شي.))

د والي وياند مبارزځدراڼ دغه راز وويل، ځيني هغه کسان نيول دي چې په دې وروستيو کې د يو شمېر کسانو په وژلو او ځينو وسله والو غلاوو کې ښکېل پېژندل شوي دي.

د خوست امنيه هم د ځينو قاتلينو او غلو د نيولو خبره کوي، خو د خلکو په وينا په دې ډول پېښو کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې جدي غبرګون ته اړتيا ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement