ميمنه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦): د فارياب ولايتي امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز ميمنې ښار کې نن سهار يوې ٣٥ کلنې ښځې تيزاب څښلي او ځان وژنه یې کړې ده.
د فارياب ولايت د پوليسو وياند عبدالکريم يورش وويل چې پنځه دېرش کلنې عابدې ٧ اولادونه لرل چې د کورني تاوتريخوالي په سبب يې د ميمنې ښار په جنرال دوستم کارته کې ځان وژنه کړې ده.
يورش زياته کړه چې د عابدې خاوند پخوا د يوه جرم په تور نيول شوى او د پېښې د انګېزې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
د فارياب د عامې روغتيا رياست د عدلي طب مسوول ډاکتر سميرعنايت وويل چې عابدې د جامو پاکولو تېزاب (وایټکس) څښلي او مړه شوې ده.
په فارياب کې د بشري حقونو کمېسيون د ولايتي دفتر مشر سيد حفيظ الله فطرت وويل چې په وروستيو شپږو مياشتو کې د ښځو د ځان وژنې څلور قضيې، د ناموسي او غير ناموسي وژنو ١٢ قضيې په دغه ولايت کې رامنځته شوې دي.
نوموړي د ورته قضيو لامل بېوزلي، وزګارتيا، له ديني مسايلو بې خبري، د زور ودونه، په بدو کې ورکړه او د نا امنيو ډېروالى بولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن