ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو  پکتيکا کې د ملي بيرغ لرونکې غاړې  اغوستونکى ځوان وژلى

وسله والو پکتيکا کې د ملي بيرغ لرونکې غاړې اغوستونکى ځوان وژلى

author avatar
17 Jun 2017 - 18:12
وسله والو  پکتيکا کې د ملي بيرغ لرونکې غاړې  اغوستونکى ځوان وژلى
author avatar
17 Jun 2017 - 18:12

ښرنه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦) : چارواکي وايي چې وسله والو په پکتيکا ولايت کې يو ځوان له دې امله وژلى، چې د ملي بيرغ لرونکې غاړې جامې يې اغوستې وې.

د پکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ اوسيدونکی عظمت الله د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې تېر ماښام وسله والو طالبانو يو ځوان د خلکو په مخ کې په ډزو له دې امله وواژ، چې دخپلو جامو غاړه يې دافغانستان له درې رنګه بيرغه جوړه کړې وه.

ددې ولسوالۍ يوه بل اوسيدونکي خورشيد امان هم ياده پېښه تاييد کړه او  ويې ويل چې دا ځوان په دې وروستيو کې له ايران څخه راستون شوى و.

د محمد عزيز کټوازي په نامه يو بل پژواک اژانس ته وويل  چې وسله وال طالبان عام خلک ، قومي مشران، ځوانان په يو او بل نامه بې ثبوت وژني .

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.