ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې درې مهمې پروژې د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلې دي

پروان کې درې مهمې پروژې د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلې دي

author avatar
17 Jun 2017 - 17:37
پروان کې درې مهمې پروژې د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلې دي
author avatar
17 Jun 2017 - 17:37

چاريکار (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦): پروان ولايت کې درې مهمې پروژې (صنعتي پارک، د بګرام-جبل سراج او د چاريکارو ښار د اوبو رسولو شبکه) د خلکو د مخنيوي او د بوديجوي ستونزو له امله پاتې شوې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې يادې پروژې د دغه ولايت د اوسېدونکو لپاره ډېرې مهمې دي، چې په عملي کېدو سره به يې د دې ولايت خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

صنعتي پارک

 د پروان ولايت په مرکز کې د يوه صنعتي پارک جوړول، شا وخوا اووه کاله وړاندې په پلان کې شامل شو، خو تر اوسه پورې حکومت په دې نه دى توانېدلى، څو ياده ځمکه د خلکو د ادعا له جنجال پاکه او ځمکې يې استملاک کړي.

 د پروان ولايت د اراضي ادارې مشر حميدالله اميري وويل، چې د دغه ولايت مرکز چاريکارو ښار لوېديځ لوري ته د سنجد په نوم سيمه کې په ٥٨٢ جريبه دولتي ځمکه، د ياد صنعتي پارک جوړول په ١٣٨٩ لمريز کال کې شامل شول.

 د هغه په وينا، په ١٣٩٢ لمريز کال کې د څېړنو پر بنسټ په دغه سيمه کې ٢٨٦ جريبه دولتي ځمکه او ٢٩٦ جريبه د سيمې د اوسېدونکو ځمکه تثبيت شوې وه.

هغه زياته کړه، دولت په ١٣٨ زره افغانۍ د يادې شخصي ځمکې استملاک ته حاضر دى، خو خلک يې قناعت نه کوي، له دې اندازې زياتې پيسې غواړي او د صنعتي پارک د کار مخه يې نيولې ده.

 د پروان ولايت مرستيال شاه ولي شاهد وويل، چې يو شمېر خلک په دغه سيمه کې د ډېرې ځمکې ادعا کوي او دوى دا چې په دې اړه اسناد نه شي وړاندې کولى نو د پارک د کار مخنيوى هم نه شي کولى؛ خو تر اوسه  د بوديجې د نه شتون ستونزه هم نه ده هواره شوې.

 د پروان سکتوري مشر محمدطاهر همت وويل، په صنعتي پارک کې په داسې حال کې ستونزې موجودې دي، چې د دې پارک په جوړېدو سره له يوه لوري ميليونونه ډالره پانګونه کېږي او له بل لوري هم له پنځوس زره زياتو کسانو ته کاري زمينه برابريږي.

 دغه راز د هغه په وينا، د پروان صنعتي پارک د هېواد پلازمېنې کابل ته د نږدې والي او غوره امنيت له امله د پروان د شا وخوا سلو ملي سوداګرو پام راړولى دى.

 د سيمې اوسېدونکي هم د صنعتي پارک پر اهميت پوهېږي، خو وايي چې په دغه سيمه کې له ٢٩٦ جريبه زياته ځمکه لري او  دولت يې بايد هر جريب په لوړه بيه واخلي.

 د سنجد درې کلي ملک حاجي اغا خان په خپلو خبرو کې د يادې سيمې خلکو په استازيتوب وويل، چې دولت دولتي او غيردولتي ځمکې نه دي تفکيک کړې او د سيمې خلک د هغو ځمکو د ملکيت دعوا کوي چې په اړه يې اسناد هم په واک کې لري. خو نوموړي په دې اړه هيڅ اسناد پژواک ته په واک کې ورنکړل.

د هغه په وينا، دولت په ياده سيمه کې خلکو ته د کورونو جوړولو اجازه نه ورکوي او خلک به هم تر هغه په ياده سيمه کې صنعتي پارک ته د جوړولو اجازه ور نه کړي، چې ځمکې  يې د دولت له لوري په مناسبه بيه (جريب په دوه سوه زره افغانۍ) وانخيستل شي.

 د نوموړي په وينا، افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو د شتون پر مهال حکومت په ياده سيمه کې په زوره د خلکو پر ځمکو اډه جوړه کړې وه او اوس دولت له همدې امله د يادې ځمکې د ملکيت دعوا کوي.

 د سنجد درې بل اوسېدونکي حاجي احمد خان د دې خبرې د تاييد ترڅنګ وويل، د کلي خلک چې د يادو ځمکو د ملکيت دعوا کوي؛ د دوى د نېکونو او پلرونو ورته په ميراث پاتې شوې او ماليه يې هم ورکړې ده.

 هغه زياته: “کله چې دولت صنعتي پارکونه جوړوي، لومړى دې زموږ ځمکې واخلي او بل په دغه ځاى کې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، که چېرې په صنعتي پارک کې کارکوونکو ته اړتيا ليدل کېده، زموږ له ځوانانو يې بايد ونيسي؛ له هغه پرته خلک ناراضه دي او دولت کار کولو ته نه پرېږدو.”

د بګرام-جبل سراج دويم سرک

 د پروان د سکټوري خدمتونو مشر محمدطاهر همت وويل، د بګرام-جبل سراج پر لويې لارې پراته يو شمېر کسان او زورواکي چې د چاريکارو ښار په نږدې سيمو کې دوکانونه او کورونه لري؛ د ياد سرک د دويم سړک د جوړولو مخنيوى کوي، څو له امله يې  د دوى کورونه او دوکانونه له منځه ولاړ نه شي.

نوموړي د کوم زورواکي له نوم اخيستو پرته وويل، د ياد ولايت زورواکي په داسې حال کې د سړک مسير د بدلون غوښتنه کوي؛ چې ياده پروژه له پخوا ډيزاين شوې او په ياد مسير د ځينو خلکو ملکيتونه هم استملاک شوي دي.

 نوموړي څرګنده کړه، چې تر اوسه پورې د يادې پروژې د عملي کېدو چارې نه دي پيل شوې، ځکه خلک د ځمکو د استملاک مخنيوى کوي او کارونو په ټپه درېدلي دي.

 د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د بګرام-جبل سراج دويم سړک ٣٦ کيلومټره اوږدوالى لري او پلنوالى يې هم شپږ متره په پام کې نيول شوى دى. د بګرام-جبل سراج اوسنى سړک هم چې ټاکل شوې ترڅنګ يې دويم سړک تېر شي؛ شپږ متره پلنوالى لري.

 همت وويل، چې د ياد واټ پر جوړېدو دېرش مليون امريکايي ډالره لګول کېږي، چې تر اوسه د يادې پروژې بوديجه هم له تدارکاتو نه ده تېره شوې.

 د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د ياد سړک د عرض کموالي له امله ډېرې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې دغه پېښې به د دويم سړک په جوړېدو سره کمې شي.

 د کابل ښار اوسېدونکى ډاکټر نقيب الله چې د چاريکارو په ښار کې په يوه شخصي کلېنيک کې دنده ترسره کوي او هره ورځ له دې لارې تګ راتګ کوي؛ وايي چې ډېرى وخت پر دې لارې د ټرافيکي پېښو شاهد وي.

 هغه له دولت څخه د ياد مسير د دويم سړک د جوړولو غوښتنه وکړه.

د چاريکارو ښار د اوبو رسولو شبکه

ټاکل شوې، چې د چاريکارو ښار اوسېدونکو ته د څښاک اوبه د سالنګ ولسوالۍ له کوکلامي سيمې ورکړل شي، چې له چاريکارو ښار سره ٣٢ کيلومټره واټن لري.

 د پروان ولايت مرکز د اوبو رسولو امر محمد نظير عظيمي وويل، چې د يادې پروژې چارې يوه مياشت وړاندې د هندوستان هېواد د شاوخوا لس ميليون امريکايي ډالره پيل شوې دي.

 هغه څرګنده کړه، چې دغه پروژه هم د ياد ولايت په مرکز کې د مسعود ښارګوټي اوسېدونکو له مخنيوي سره مخ وه؛ چې د دوى د کورونو مخې او پټيو کې د نلليکې تېرېدو اجازه يې نه ورکوله.

 خو نوموړي وويل، چې دغه ستونزه اوسمهال حل شوې ده.

 عظيمي په دې اړه زياته کړه: “د دې نلليکې نقشه او طرحه د دولت له لوري شوې…که څوک وغواړي او ونه غواړي؛ عملي کېږي به.”

 نوموړي د مسعود ښارګوټي له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، څو له دولت سره د يادې پروژې په عملي کولو کې مرسته وکړي.”

 خو د مسعود ښارګوټي يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دوى کورونو مخې ته د اوبو نلليکې تېرېدو ته اجازه نه ورکوي.

 د ياد ښارګوټي اوسېدنکى حميدالله وايي، خلک له دې امله د دوى کورونو مخې ته د اوبو نلليکې تېرېدو اجازه نه ورکوي، چې د نلليکې په تېرېدو سره د دوى د کورونو مخې ته تېر شوى سړک ويجاړيږي.

 هغه زياته کړه: “دويم دا چې که چېرې پايپ لاين زموږ د کورونو او دروازو مخې ته تېر شي، زموږ ټول نيالګي او ګل کاري نړيږي او په راتلونکي کې ډېر خطر هم موجود دى، چې که چېرې ياد پايپ سورى شي نو زموږ کورونه به له اوبو ډک کړي او هغه مهال به بيا موږ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ يو، له همدې امله مو مخه نيولې او دغه لاين دې له بلې لارې تېر کړي.”

 خو نوموړي وويل، دوى به هغه مهال د اوبو نلليکې ته د تېرېدو اجازه ورکړي، څو دولت د دې تضمين وکړي چې په راتلونکي کې په د سيمې خلک له دغو اوبو نه زيانمنيږي.

اوسمهال د چاريکارو ښار ډېرى اوسېدونکي د لښتيو او يو شمېر يې د څاګانو له اوبو ګټه پورته کوي، خو د مسعود ښارګوټي اوسېدونکي بيا د يوه کارېز له اوبو د نلليکې په واسطه اوبه ترلاسه کوي.

د ولايتي سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې په روان لمريز کال کې په ياد ولايت کې د ٩٤ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې ٨٠ پراختيايي پروژې عملي شي.

ورته مهال د پروان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، دوى په پام کې لري، څو د هغو کسانو قناعت ترلاسه کړي چې ډېرى وخت د پروژو کار په مخ کې خنډ جوړوي.

 بلخوا دوى له مرکزي حکومت غواړي، څو د دا ډول پروژو لپاره داسې تګلاره په مخ کې ونيسي چې پر بنسټ يې نه دولت او نه هم خلکو ته زيان ورسيږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.