کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): د "جوانان همګام افغانستان" ټولنې نن کابل ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې له خلکو په ځانګړي ډول د هېواد له ځوانانو وغوښتل، څو قومي، سمتي او مذهبي تعصبونه يوه لوري ته کړي او د ملي يووالي او سولې لپاره کار وکړي.
په ياده غونډه کې لسګونه ځوانانو او پېغلو ګډون درلود.
د يادې ټولنې يوه غړي شهرام رحيمي وويل: "زموږ پيغام د عدالت پيغام دى، زموږ پيغام د سولې او امنيت پيغام دى، نور بس دى، تر څو؟ نن پردي راځي او پر موږ حکومت کوي؛ غواړي موږ د تاجک، پښتون او ازبک په نومونونو ووژني."
هغه زياته کړه، چې پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او د افغانستان ټول قومونه؛ افغانان او د يوه بل وروڼه دي.
هغه وويل، ټول افغانان په ځانګړي ډول ځوانان سره متحد شي او د خپلو شخصي ګټو پر ځاى ملي ګټو او د عدالت ټينګښت او سراسري سولې ته کار وکړي.
د يادې ټولنې يوه بل غړي هارون فورملي هم وويل: "موږ له يوه بل ولې لرې يو، ولې له موږ همېشه پرديو ګټه پورته کړې؟ دليل يې دا دى چې د يوه بل د زغملو وړتيا نه لرو."
هغه له ټولو افغانانو په ځانګړي ډول ځوانانو غوښتنه وکړه، څو په ځانونو کې د يوه بل د منلو وړتيا پيدا کړي او قومي، ژبنيو، سمتي او مذهبي تعصبونو ته د پاى ټکى کېږدي او د هېواد د ملي ګټو لپاره کار وکړي.
د ټولنې يوه بل غړي يوسف امين هم دغه راز وويل، افغان ځوانان بايد د هغو کسانو پر وړاندې ودريږي چې د افغانانو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن وهي او پرېنږدي، څو د افغانستان دښمنان د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ په رامنځته کولو سره خپلو شومو موخو ته ورسيږي.
د هغه په باور، افغانستان کې هغه مهال سوله شونې ده، چې ټول افغانان د يوه بل ترڅنګ ودريږي.
د ياد جنبش وياند عصمت الله صالح اوغلي وويل، ياد جنبش نن د ملي يوووالي ټينګښت او د افغانانو ترمنځ د تعصب له منځه وړلو په موخه نننى حرکت پيل کړى او دا ډول غونډو ته به د هېواد په پلازمېنې او نورو ولايتونو کې دوام ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن