جلال اباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ٩۶): د نورستان په مرکز پارون کې د سيند اوبو د مهارولو په خاطر د ۱۲ اعشاريه ۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه استنادي دېوال د جوړلو چارې پيل شوې.
د نورستان ولايت له رسنيو دفتر څخه د غبرګولي په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه استنادي دېوال د کليو پراختيا وزارت په انکشافي بوديجه جوړېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، د نورستان په مرکز پارون کې د سيند غاړې دفاعي دېوال کار د دې ولايت د والي حافظ عبدالقيوم، د ولايتي شورا مرستيال، د کليو پراختيا رييس، امنيه قوماندان او يو شمېر نورو مسولينو او مخورو له لوري د پټۍ په پرې کولو پيل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، ياد دېوال چې ۴۷۰ متره اوږدوالی، دوه متره پلنوالی او څلور متره لوړوالی لري، په شپږو مياشتو کې به تر رغولو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه استنادي دېوال د کليو پراختيا وزارت د انکشافي بوديجې ۱۲.۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
په خبرپاڼه کې د والي حافظ عبدالقيوم له خولې راغلي، چې د دې دېوال په رغېدو سره به هغه دولتي ځمکې او نوره شتمني چې د سيند د اوبو له ګواښ سره مخ وه، له تهديد وژغورل شي او هم به يو شمېر اوبو وړې سيمې بېرته د دولت لاسته ورشي.
والي دا هم ويلي، دا استنادي دېوال به نه يواځې دا چې د مرکز پارون د ښکلا سبب شي، بلکې پارون ښار به ورسره پراخ هم شي.
د يادولو وړ ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې په مرکز پارون ښار کې د نږدې اووه ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه کانال د رغولو چارې هم پيل شوې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن