ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې ٦.٥ ميليونه ماشومان له خطر سره مخ دي

په هېواد کې ٦.٥ ميليونه ماشومان له خطر سره مخ دي

author avatar
18 Jun 2017 - 16:41
په هېواد کې ٦.٥ ميليونه ماشومان له خطر سره مخ دي
author avatar
18 Jun 2017 - 16:41

کابل(پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي چې په هېواد کې شاوخوا شپږ نيم ميليونه ماشومان له خطر سره مخ دي او دولت بايد دا موضوع په جديت سره وڅېړي.

د ياد شوي وزارت د ټولنيزو تاميناتو د تنظيم عمومي رييس عبدالرازق سالار نن په کابل کې د(له زيانمنو، يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ ملي ورځېې ) په مناسب جوړې شوې غونډې ته وينا کې په دې اړه معلومات ورکړل.

د نوموړي په خبره، په هېواد کې هغه ماشومان چې له خطر سره مخ دي او يتيمان، بې سرپرسته، معلول او په نشه يي توکو روږدي ماشومان په کې راځي، شمېره يې٦.٥ميليون تنو ته رسېږي.

سالار زياته کړه چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت دارزونې له مخې، اوسمهال په هېواد کې د سړکونو پر سر  يو ميليون او ٩٠٠ زره ماشومان شتون لري چې له دې ډلې يې ١.٢ميليونه درانه کارونه کوي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت دغه چارواکي وويل:((که څه هم ګڼ شمېر ماشومان له خطر سره مخ دي، خو حکومت نه دى توانېدلى چې په خپله بوديجه کې د ماشومانو او زيانمن قشر لپاره حتى يوه افغانۍ هم په پام کې ونيسي، خو په دې وروستيو کې ولسمشر ددې موضوع د حل لپاره ژمنه کړې ده.))

هغه زياته کړه:((ولسمشر ژمنه کړې چې د زيانمنو ماشومانو لپاره د اعانې يو صندوق جوړوي، طرحه يې د وزارت له لوري بشپړه شوې او کابينه ته يې استولې ده، خو موږ غواړو چې ډېر ژر ددغه صندوق طرحه نهايي شي.))

سره له دې چې عبدالرازق سالار څرګنده کړه چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ځينو کورنيو او بهرنيو بنسټونو په مرسته څه باندې ٢٠ زره زيانمن ماشومان تر پوښښ لاندې راوستلي او ښوونځي ته يې د تګ او کار کولو زمينه ورته مساعده کړې ده.

د " Islamic Relief" موسسې مشرمجمل محسن چې په ياده شوې ناسته کې يې ګډون کړى و، وويل چې په افغانستان کې د زيانمنو ماشومانو وضعيت د اندېښنې وړ دى او افغان دولت بايد د ماشومانو وضعيت ته ډېره پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه:((اوسمهال افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ کړنلاره نشته، اړتيا ده چې افغان حکومت په دې برخه کې  پر څرګنده ستراتيژي کار وکړي.))

حسن زياته کړه ياده شوې موسسه توانېدلې چې ٣٤٠٠  بې سرپرسته او يتيمو ماشومانو ته چې کابل، مزار شريف، هرات او جلال اباد کې د سړکونو په سر توکي پلوري، پام واړوي، د ښوونځي زمينه ورته مساعده کړي او په مياشتني ډول شاوخوا شپږ زره افغانۍ ورکړي.

١٣ کلن محمد چې په ښار کې پلاستيکي کڅوړې پلوري، پژواک ته وويل چې پلار يې ناروغ دى، مور يې د ګاونډي د کور کارونه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.