ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چخانسور ولسوال ووژل شو

د چخانسور ولسوال ووژل شو

author avatar
19 Jun 2017 - 13:55
د چخانسور ولسوال ووژل شو
author avatar
19 Jun 2017 - 13:55

زرنج(پژواک، ٢٩غبرګولى ٩٦): د نيمروز امنيتي چارواکي وايي چې نن سهار ددغه ولايت د چخانسور ولسوال د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر  ډزو ووژل شو.

د نيمروز د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال احمدخان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چخانسور ولسوال اقامحمد فضلي نن سهار د زرنج ښار په سيد داوود سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

هغه زياته کړه:" فضلي هغه وخت د ناپېژاندو موټر سايکل سپرو وسله والو له خوا ووژل شو، چې له زرنج ښار څخه پر موټر سايکل خپلې دندې ته روان و."

ده وویل چې ښايي د چخانسور ولسوال د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى وي.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ مرستيال دغه راز زياته کړه چې د هغوى پلټونکې ډله د پېښې ځاى ته تللې او کار  يې پيل کړى دى.

د پېښې مسووليت تر اوسه پورې چا نه دى منلى.

وسله والو طالبانو د ولسوال د وژلو مسووليت منلى .

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د چخانسور ولسوال دوى وژلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.