زرنج(پژواک، ٢٩غبرګولى ٩٦): د نيمروز امنيتي چارواکي وايي چې نن سهار ددغه ولايت د چخانسور ولسوال د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شو.
د نيمروز د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال احمدخان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چخانسور ولسوال اقامحمد فضلي نن سهار د زرنج ښار په سيد داوود سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
هغه زياته کړه:" فضلي هغه وخت د ناپېژاندو موټر سايکل سپرو وسله والو له خوا ووژل شو، چې له زرنج ښار څخه پر موټر سايکل خپلې دندې ته روان و."
ده وویل چې ښايي د چخانسور ولسوال د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى وي.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ مرستيال دغه راز زياته کړه چې د هغوى پلټونکې ډله د پېښې ځاى ته تللې او کار يې پيل کړى دى.
د پېښې مسووليت تر اوسه پورې چا نه دى منلى.
وسله والو طالبانو د ولسوال د وژلو مسووليت منلى .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د چخانسور ولسوال دوى وژلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن