ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازاد: حکومت اصلاحاتو ته ژمن دى

ازاد: حکومت اصلاحاتو ته ژمن دى

author avatar
20 Jun 2017 - 18:13
ازاد: حکومت اصلاحاتو ته ژمن دى
author avatar
20 Jun 2017 - 18:13

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦):حکومت اصلاحاتو ته ژمن دى، نه له داعش څخه استفاده کوي، نه يې د طالبانو ملاتړ کړى او نه هم د حکومت مشران د نوماند وزيرانو په اړه اختلاف لري.

دا څرګندونې د ولسمشر د وياند مرستيال نجيب الله ازاد په هغه وېډيويي کلېپ کې کړي چې پژواک خبري اژانس ته يې استولى دى.

هغه وايي، هغه تورونه چې ګواکي ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نوماند وزيرانو پر سر نه سره جوړېږي، ناسم بولي.

د ده په وينا، دا چې ولسي جرګې ته د نوماند وزيرانو ورپېژندلو ډېر وخت ونيو، علت يې دا دى چې غوره کسان د نوماند وزيرانو په توګه معرفي شي.

هغه وايي چې ډېر ژر به غوره کسان د نوماند وزيرانو په توګه ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.

دا مهال په داسې حال کې ١١ وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېمي چې  ولسي جرګې په وار، وار له حکومت څخه غوښتنه کړې چې نوماند وزيران ورته معرفي کړي. دغه راز د قانون له مخې هېڅوک نه شي کولاى چې له دوو مياشتو زيات وخت د سرپرست په توګه کار وکړي.

د ولسمشر د وياند مرستيال دا مني چې په حکومت کې ستونزې شته چې ولسمشر هم په وار، وار يادې کړي دي. خو هغه وايي دا په دې معنې نه ده حکومت اصلاحات نه دي راوستي او يا نه غواړي چې اصلاحات راشي.

د ده په وينا، اړوندې ادارې کار کوي تر څو فساد له منځه ولاړ شي او ګومارنې د اړيکو پر ځاى د ضوابطو له لارې تر سره شي.

د ولسمشر د وياند مرستيال د يو راپور په اړه وايي:"دا راپور هسې شايعات خپاره کړي، د افغانستان حکومت هېڅکه د طالبانو ملاتړ نه دى کړى او موږ شاهدان يو چې د کابل په پروسه ولسمشر هم په طالبانو غږ وکړ چې دوى ډېر کم فرصت لري چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي نو څنګه کیداى شي چي افغان حکومت یوه ترهګره ‌‌ډله د بلي ترهګري ډلي پر وړاندي و جنګوي."  

دى وايي، دا ټول شاعیات دي، افغان حکومت هيڅ کله د داعش له ډلې څخه د استفاده په ډول کار نه دى اخستى.

د افغان حکومت او خلکو لپاره هر هغه څوک دښمن دى چي خلک وژني او افغان حکومت ړنګوي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.