ښرنه (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦) : په پکتیکا ولایت د ولسي تړون د پروګرام پيلېدو سره به په څلورو ولسواليو کې د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې پلې شي.
د ځايي چارواکو په وينا، دمګړۍ دا پروګرام په مرکز ښرنه، یحيی خېلو، جاني خېلو او سرروضې ولسوالیو کې پلی کیږي چې وروسته به نور ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د غبرګولي په ٣٠مه، ددې پروګرام د پيلېدو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسي تړون پروګرام له لارې به دولت او ولس په ګډه همکارۍ په کلیو او بانډو کې بېلابېلې پروژې پلې او دومداره څارنه به یې هم ترسره کوي.
هغه زياته کړه، د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه اړینه ده چې ولس او دولت په هره برخه کې دا ډول تړونونه ولري.
د وحدت په وينا، د ولسي تړون پروګرام مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې یاد پروګرام په پوره شفافیت او د خلکو اړتیاوو ته په کتو سره ترسره کړي.
د پکتيکا والي له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ولسي تړون له پروګرام سره په پوره لېوالتیا ملاتړ او همکاري وکړي.
په ورته مهال د پکتیکا ولایت د کلیو او پراختیا رئیس نجیب الله جاهد وایي چې په دغه پروګرام کې ټول ګډ مسوولیت لري او په ورته صداقت سره به کار کوي.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې د کلیو او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ملي پیوستون پروګرام کار کاوه چې پر ځای یې د ولسي تړون په نوم نوی پروګرام پیل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن