ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال صدقه فطر ٦٥ افغانۍ ده

سږ کال صدقه فطر ٦٥ افغانۍ ده

author avatar
20 Jun 2017 - 12:34
سږ کال صدقه فطر ٦٥ افغانۍ ده
author avatar
20 Jun 2017 - 12:34

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦) : ديني علماء وايي چې په بازار کې د غنمو د ورځې د بيې په  حساب سږ  کال صدقه فطر ٦٥ افغانۍ ده.

د صدقه فطر  د انداوې په اړه  د علماوو ترمنځ اختلافات دي، د اسلام په لومړيو کې حضرت محمد(ص) يو صاع يا پيمانه ښودلې وه، چې بيا وروستو خلکو دا پيمانه له بېلا بېلو وزنونو سره برابر کړې  ځينې يې دوه نيم کيلو اټکلوي، ځينې يو نيم کيلو او ځينې بيا څه کم دوه کيلو.

د افغانستان د سترې محکمې د دارالافتاء رييس مولوي صديق الله مسلم تېر کال پژواک اژانس ته ويلي و، ډېرو علماوو پر دې اتفاق کړى چې ياده پيمانه له خوردکم يو چارک سره برابره ده.

هغه زياته کړې وه، د شريعت له مخې مميز، خرما، غنم او اوربشې بايد د صدقه فطر په توګه ورکړل شي.

د نوموړي په وينا، په افغانستان کې غنم ډېر مروج دي، نو بايد خوردکم يو چارک (يو کيلو او اته سوه ګرامه) غنم د يوه نفر  پر سر ورکړل شي.

د کابل  په  ميرويس ميدان  سيمه کې د يوه خوراکي پلورنځي مسوول عبدالله مروت د غبرګولي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يو  من ( اووه کيلو) وطني غنم په ٢٥٠ افغانۍ دي.

هغه زياته کړه، د خوردکم يو چارک غنمو بيه ٦٤  افغانۍ کېږي، خو هېوادوال دې د احتياط له مخې که ٦٥ افغانۍ ورکړي، بده نه ده.

ديني عالم قاضي محمد حسن حقيار وايي، له فقيرانو او بېوزلو سره د ښې مرستې په توګه بايد شتمن خلک مميز او يا هم خرُما (نيم من يا څه کم څلور کيلوګرامه) ورکړي.

په بازار کې د نن ورځې د اوسط  ممېزو د ورځنۍ بيې له مخې، ديوتن پر سر اووه سوه افغانۍ او د خرماوو د ورځنۍ بيې له مخې ديوتن پر سر ٥٠٠ افغانۍ بايد ورکړل شي.

حقيار وويل، صدقه فطر د فقيرانو او بېوزلو حق دى، خو که چېرې په خپلوانو کې يې دغه خلک وي، نو بيا د لومړيتوب دغه حق د اقرباوو دى.

د نوموړي په وينا، شتمن خلک او هغه خلک چې وسه يې لري، بايد د ممېزو او خورماوو په حساب صدقه فطر ورکړي، ترڅو يې غريبو او بې وزلو ته ډېره ګټه ورسېږي.

هغه وايي ، څومره چې له اختره مخکې صدقه فطر ورکړل شي، نو ثواب يې ډېر دى، ځکه چې بې وزله خلک به د اختر لپاره جامې او خوراکي توکي واخلي، خو حقيار وايي چې داختر تر لمانځه پورې يې ورکولى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.