ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار  د مرکز او ولسواليو لپاره د ولسي تړون پروګرام پيل شو

د ننګرهار د مرکز او ولسواليو لپاره د ولسي تړون پروګرام پيل شو

author avatar
21 Jun 2017 - 14:14
د ننګرهار  د مرکز او ولسواليو لپاره د ولسي تړون پروګرام پيل شو
author avatar
21 Jun 2017 - 14:14

جلال اباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو لپاره د ولسي تړون پروګرام پرانيسته وشوه چې د چارواکو د معلوماتو له مخې، يوازې په مرکز کې به د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شي.

دوی وايي، د ولسواليو لپاره بوديجه نه ده مشخصه شوې او هر څومره چې کوم کلی اړتیا ولري په هماغه اندازه به ورته په مشخصو اهدافو کې خدمات ترسره کيږي.

ولسي تړون پروګرام، ملي پيوستون ته ورته پروګرام دی؛ خو ولس ته يې ځکه ګټه ډېره ده چې په ښارونو او ولسواليو ټولو کې به پلی کيږي.

دغه پروګرام د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې پلی کيږي او د لومړيتوب لپاره د ننګرهار، هرات، بلخ او کندهار ولايتونه غوره شوي دي.

د غبرګولي په ۳۱مه په جلال اباد ښار کې د ياد پروګرام پرانيسته کې د سيمې ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازو،ننګرهار ولايت يو شمېر چارواکو، جلال اباد ښاريانو او د ولسواليو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې د ولسي تړون پروګرام مسوول محمد نجیب اميري د پرانستغونډې پرمهال وويل، دا پروګرام د ښار او کليو ترمنځ اړيکې جوړوي او د ښار او ولسواليو ټول اوسېدونکي به ترې برخمن وي.

هغه  زياته کړه، دا پرواګرام د خلکو د خوښې مطابق مخته ځي او هر ځای کې چې خلک کومه ستونزه ولري، هغه به وړانديز کوي او بيا به پلې کيږي.

دی وايي، د دې لپاره چې خلک په دغو پروژو کې ځان شريک وګڼي په ښارونو کې به ۲۵ سلنه ونډه اخلي او په ولسواليو کې به ۱۰ سلنه ونډه د  ولس وي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په جلال اباد ښار کې دغې برنامې ته څلور کلونه موده ټاکل شوې، چې په دغه موده کې به د ۲۰۰ شوراګانو او ۴۰ ګذوکيلانو په همکارۍ ۲۲ ميليونه افغانۍ ښار کې مصرفوي، چې هرې شورا ته به ۷۵ زره ډالر ورکول کېږي.

د کليو او ولسواليو لپاره د دغه پروګرام په اړه نوموړي داسې معلومات وړاندې کړل: ((اول پړاو کې ټولو ته پاکې اوبه برابروي، دويمه مرحله کې سړکونه جوړوي، هر کلی چې له سړک نه دوه کيلومتره لرې وي بايد وصل شي، درېيمه د هر کور لپاره د سل واټه برق برابرول او په څلورمه مرحله کې د ابيارۍ وړې زېربناوې دي.))

د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجنير حکيم الدين عمرخېل وويل،د دې پروګرام په تطبيق سره به د جلال اباد ښار ښکلایيزه او رغنيزه برخه کې   ډېر  بدلون رامنځته شي.

هغه زياته کړه، لومړی په څلورو کلونو کې د جلال اباد لپاره ۲۲ ميليونه ډالر ځانګړي شوي، چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه به د ۲۰۰ شوراګانو پرمټ بېلابېل پروګرامونه ترسره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.