ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ته د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو

افغانستان ته د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو

author avatar
22 Jun 2017 - 22:36
افغانستان ته د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو
author avatar
22 Jun 2017 - 22:36

کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۹۶) : د افغانستان کرکټ بورډ نن د کرکټ نړیوالې شورا په رسمي غونډه کې ددغې شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړ او له ټولو هغو امتیازاتو به برخمن وي چې نور بشپړ غړیتوب درلودونکي هیوادونو ته ورکول کیږي.
د افغانستان کرکټ درسنیو مسوول فرید هوتک د چنګاښ په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې د لندن په ښار کې روانه وه، په ترڅ کې یې نن افغانستان او ایرلنډ ته دایمي غړیتوب ورکړل شو.

هغه زیاته کړه، دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا ته د دایمي غړیتوب لپاره رسمي غوښتنلیک څو ورځې وړاندې تسلیم کړی وو.
د افغانستان کرکټ بورډ وروستیو لاسته راوړنو، پرمختګونو، اداري اصلاحاتو، پرمختیایي فعالیتونو او د ملي لوبډلې پرلپسې بریالیتوبونو ته په کتنې سره دغې ادارې ته د کرکټ نړیوالې شورا دایمي غړیتوب ورکړل شو.
هوتک وویل، چې په دغه غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي او عملیاتي رئیس فیروز خان ونډه درلوده.

د کرکټ نړیوالې شورا مشرتابه د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو ته ددغې تاریخي لاسته راوړنې له امله مبارکي وویله او ویې ویل چې افغان کرکټ بورډ په ریښتیا هم ددغه ستر امتیاز وړتیا لري.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل د کرکټ بورډ د نړیوالې شورا له مسئولینو، د غړو هېوادونو او له خپل کاري ټیم څخه مننه وکړه. نوموړي وویل چې، موږ ددغه ستر تاریخي شهکار قدرداني کوو او په پوره ځواک به ددغه ستر امتیاز ساتنه کوو.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.