ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان پوځ ته په  ٢٨ ميليونه ډالرو اخيستل شوى يونيفورم ضايع شوى

افغان پوځ ته په ٢٨ ميليونه ډالرو اخيستل شوى يونيفورم ضايع شوى

author avatar
22 Jun 2017 - 11:39
افغان پوځ ته په  ٢٨ ميليونه ډالرو اخيستل شوى يونيفورم ضايع شوى
author avatar
22 Jun 2017 - 11:39

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه، ٩٦): په افغانستان کې دامريکايي پروژو پلټونکې اداره (سيګار) وايي چې دافغانستان ددفاع پخواني وزير د شخصي خوښې له امله د پوځ لپاره د ٢٨ ميليونو ډالرو په لګښت اخيستل شوى پوځي يونيفورم ضايع شوى دى.

د سيګار مشر جان سپکو دغه څرګندونې په هغه راپور کې کړي چې په دې وروستيوکې يې خپل حکومت ته ورکړى دى.

په دې راپور کې راغلي چې د امريکا ددفاع وزارت (پنټاګان) لخوا افغان پوځ ته د ٢٨ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت داسې پوځي يونيفورم اخيستل شوى و، چې هېڅ کارول شوى نه دى.

جان سپکو ويلي:(( کوم پوځي يونيفورم چې افغان پوځ ته اخيستل شوى و، په افغانستان کې د هغو جنګي سيمو لپاره مناسب نه و، چې افغان پوځ په کې جګړه کوي. ))

د نوموړي په وينا، دا پوځي يونيفورم د ځنګلي سيمو لپاره جوړ شوى و، په داسې حال کې چې په افغانستان کې يواځې څه دپاسه  دوه سلنه ځمکه پر ځنګلونو پوښلې ده.

په افغانستان کې دامريکايي پروژو پلټونکې ادارې (سيګار)  مشر ويلي چې دغه ډول يونيفورم   په ٢٠٠٧ زېـږديز کال کې د افغانستان ددفاع پخواني وزير عبدالرحيم وردګ په خوښه اخيستل شوى و.

جان سوپکو په خپله دغه ١٧ مخيز راپور کې ويلي، جنرال عبدالرحيم وردګ تر ټولو ګران بيه پوځي يونيفورم د افغان ځواکونو لپاره وړانديز کړى.

د هغه په وينا، جنرال وردګ د دا ډول يونيفورم بېلګې په انټرنټ کې ليدلي او بيا يې وړانديز کړې وې.

سپکو زياته کړې :"  موږ د فېشن په نوم د خپلو هېوادوالو د ماليې ۲۸ ميليون ډالر ضايع کړل، هغه د يوه دفاع وزير د خوښې له امله چې فکر يې کاوه، درېشۍ ښايسته دي".

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.