ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش: پوليسو د تحصن خېمې د ټولولو پر مهال وسلې نه لرلې

دانش: پوليسو د تحصن خېمې د ټولولو پر مهال وسلې نه لرلې

author avatar
22 Jun 2017 - 12:40
دانش: پوليسو د تحصن خېمې د ټولولو پر مهال وسلې نه لرلې
author avatar
22 Jun 2017 - 12:40

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٦): د کورنيو وزارت وايي چې کابل کې د تحصن خېمې د ټولولو پر مهال د يو تن د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي، ځکه چې خېمې ته له ورغلو امنيتي ځواکونو سره وسلې نه وې.

کابل کې د غبرګولي د لسمې چاودنې، ورپسې لاريون کې د څو تنو وژل کېدو او بيا د جنازې په مراسمو تر بريد وروسته يو شمېر اعتراض کوونکو د ښار په بېلابېلو سيمو کې د تحصن خېمې ودرولې.

له دې خېمو څخه اته څو ورځې وروسته خپله تحصن کوونکو او يوه وړمه شپه امنيتي ځواکونو ټوله کړه.

اعتراض کوونکي وايي چې د خېمې د ټولولو پر مهال د امنيتي ځواکونو په ډزو کې دوه اعتراض کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند او د مطبوعاتو مشر نجيب دانش نن خبريالانو ته وويل چې د خېمې د ټولولو پر مهال يو اعتراض کوونکى له خېمې څخه شاوخوا ٥٠٠ متره لرې په داسې حال کې پر ډزو وژل شوى چې سيمې ته له ورغلو امنيتي ځواکونو سره وسلې نه وې.

ده وويل چې د خېمې د ټولولو لپاره سيمې ته له ورغلو امنيتي ځواکونو سره يواځې ډڼډې او ډالونه وو .

دانش وايي، د ياد وژل شوي تن د وژنې د څرنګوالي معلومولو په موخه د کورنيو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ او ملي امنيت ګډ پلاوى ټاکل شوى او دا مهال پر څېړنو بوخت دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د چا د ټپي کېدو په اړه دغه وزارت راپور نه دى تر لاسه کړى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.