ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان چارواکي : د خالد په نوم  عملياتو کې  ٢٣٣ طالبان وژل شوي

د اروزګان چارواکي : د خالد په نوم عملياتو کې ٢٣٣ طالبان وژل شوي

author avatar
22 Jun 2017 - 17:53
د اروزګان چارواکي : د خالد په نوم  عملياتو کې  ٢٣٣ طالبان وژل شوي
author avatar
22 Jun 2017 - 17:53

ترينکوټ (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٦): د اروزګان امنيتي مسوولين وايي چې د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې د خالد په نوم پيل شويو عملياتو کې تردې مهال ٢٣٣ طالبان وژل شوي او زياتې سيمې د هغوى له شتون څخه پاکې شوې دي.

په اروزګان کې مېشتې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال غلام حضرت کاکړ، نن په خبري ناسته کې وويل چې د خالد په نوم د طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات په دغه ولايت کې د مېشتو امنيتي ځواکونو له خوا کابو څلور مياشتې مخکې پيل شوي او لا هم دوام لري.

ده زياته کړه، دغه عمليات زيات بريالي دي او دوى توانېدلي چې زياتې سيمې د طالبانو له ولکې وباسي او دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله واړوي.

د هغه په وينا، له تېرو دوو مياشتو راهيسې ٢٣٣ طالبان وژل شوي او ٥٩ نور ټپيان دي چې په وينا يې په وژل شويو کې د هغوى څو تنه مهم قوماندانان هم شامل دي.

په اروزګان د ملي اردو دغه مسوول وایي، په دغې موده کې يې ١٨١ مختلف النوع ماينونه کشف او له منځه وړي، د طالبانو اته بېلا بېل ډوله نقليه وسايط يې تخريب کړي او هم يې د هغوى ٣٠ ميله وسله يې له منځه وړې ده.

جنرال کاکړ زياتوي، په دغې موده کې د ترينکوټ اړوند د کوټوال، مکتب، د شاه منصور تپه، د وانو پلچکان، سوله، لنده کوڅه او نورې سيمې له طالبانو څخه نيول شوي او دا مهال امنيتي پوستې په کې ځاى په ځاى شوې دي.

د ده په خبره، په دې ولايت کې د طالبانو پر وړاندې د ځمکنيو عملياتو ترڅنګ هوايي عمليات او شپنۍ چاپۍ هم ګټورې وې او د طالبانو هغه جګپوړي مسوولين د شپنيو چاپو پرمهال له منځه تللي دي.

هغه وويل، له عملياتو سره هممهال، د ملي اردو د انجنيرۍ ټيم توانيدلى چې د وانو په نوم پول او په دغه سيمه کې درې واړه پولګوټي چې د طالبانو له خوا په ماينونو ويجاړ شوي وو، ورغوي او د ترافيکو پر مخ يې پرانېزي.

نوموړي په نږدې راتلونکو څو اونيو د ترينکوټ اړوند د څو سيمو د پاکولو او لويو لارو د خلاصولو په موخه د چاڼيزو عملياتو د پيلولو خبر ورکړ او ويې ويل چې په هغو عملياتو کې چې ډېر ژر به پيل شي او بهرني ځواکونه به هم د دوى ملاتړ او مرسته کوي او له مخې به يې وکولى شي د "ولي" په نوم د ملي اردو هغه کمپ ته ځان ورسوي، کوم چې لسګونه د ملي اردو سرتېري له تېرو نهو مياشتو راهيسې په کې کلابند دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.