کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٦): د حکومت کابينې د کابل په وروستيو پېښو کې له زیانمنو دولتي کارکوونکو سره د لازمو مرستو سپارښتنه وکړه.
له ارګه د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابينې غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ ترسره شوه.
سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د کابل د چهارشنبې ترهګريز برید د غندلو تر څنګ، دولتي ارګانونه وګومارل شول چې که د اړوندو ادارو کارکوونکي په دې پېښه کې مړه، ټپي او یا هم زیانمن شوي وي له هغوی سره دې د اړوندو ادارو له بودجې څخه د مرستو په اړه لازم ګامونه پورته شي.
سرچينې زياته کړې، دغه راز امنيتي ارګانونه موظف شول چې د پولیسو د وژل شوي شوي افسر محمد صالح نوابي او د ټولو هغو افسرانو او سرتېرو له کورنیو سره چې په ځانمرګو بریدونو کې یې د هېوادوالو د وینې تويېدو د مخنیوي په خاطر خپل ځانونه سپر کړي وو، هر اړخیزه مرستې وشي.
ولسمشر غونډې ته د کابل ښار د امنیتي او اقتصادي پلانونو د طرحې په اړه معلومات ورکړل، وزارتونه او دولتي ادارې یې موظفې کړې، اړوندې پروژې چې په دغه پلان کې د ګډون وړ دي له مالیې وزارت سره همغږې کړي چې د کال په منځ کې د بوديجې د ارزونې پر مهال پرې بحث وشي.
د مالیې وزیر انکشافې بودیجه کې د ۱۳۹۶مالي کال بوديجه کې د ضمیمې په ډول د (۹۵۱،۲۲) ميلیونه افغانیو د زیاتولو وړاندیز، غونډې ته وړاندې کړ چې د کابینې له لورې تایید شو.
ورپسې د عدلیې وزیر د ملکي هوايي ترانسپورت موسسو د ایجاد او فعالیت مقررې تصحیح شوې طرحه په (۳) څپرکو او (۱۲) مادو کې غونډې ته وړاندې او د کابینې له لورې تصویب شوه.
د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د کابل پوهنتون استادانو ته د خواجه رواش ښارګوټي د B12 VIP بلاک یا کور جوړونې د پلاني پروژې دويم بلاک د جوړېدو او وېش د څرنګوالي په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
کابینې یاده موضوع تصویب کړه او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د یادو اپارتمانونو د بیې تفاوت تدارک او د ښار جوړولو وزارت په واک کې ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې ترتیب د عامې روغتیا وزارت د پالیسې معین او سرپرست د هېواد دننه او له هېواده بهر د دولتي کارکوونکو د درملنې پالیسۍ غونډې ته وړاندې کړه چې په پرنسیپ کې ومنل شوه او د عامې روغتیا وزارت موظف شو چې یاده پالیسي تصحیح او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
سرچينې زياته کړې، د کابل ښاروالۍ د کابل ښار له برکي چوک څخه د پښتنې بانک مقابل پارک ساحې ته د رسنیو د شهیدانو یادګاري څلي د تغییر مکان او جوړولو وړاندیز په اړه بحث وکړ او کابل ښاروالي موظفه شوه څو د یاد څلي لندسکیپ ترتیب او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په څارنه او د ښارجوړولو او کورنیو چارو وزارتونو په غړیتوب د تخصصي کمېټې له لوري و ارزول شي او د یادې کمېټې له تایید وروسته دې په وړاندیز شوې ساحه کې د جوړولو کار پیل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن