ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبداللطيف روشان د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند شوی

عبداللطيف روشان د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند شوی

author avatar
22 Jun 2017 - 09:24
عبداللطيف روشان د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند شوی
author avatar
22 Jun 2017 - 09:24

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړى نېټه ٩٦): ولسمشر اشرف غني د يوه حکم له مخې عبداللطيف روشان د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند کړى دى.

له ولسمشرۍ ماڼۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په دې اړه يو حکم جاري کړى دى.

په حکم کې راغلي: ((د اساسي قانون د څلورشپېتمې مادې د 11 مې فقرې له حکم سره سم، د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه د ښاغلي عبداللطیف روشان ټاکل او معرفي منظوروم.))

په خبرپاڼه کې راغلي، په پارلماني چارو کې د دولت وزير موظف دی چې یاد کانديد د اساسي قانون د يو نوييمې مادې د 3 مې فقرې صراحت ته په پام سره، د تاييد رايې ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته ور وپېژني.

عبداللطيف روشان چې د کابل ولايت اوسېدونکى دى، په امريکا کې يې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې کړې او د کابل د باختر خصوصي پوهنتون رييس دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.