جلال اباد (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩۶): د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د ونو او بوټو ناروغيو او افاتو ملي سروې پيل کړې چې د ولايت ټولو سيمو کې به ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، دا سروې په ملي کچه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د (AAIP) پروژې په مالي مرسته او د (CABI) ادارې په تخنيکي مرسته د کرنې رياستونو د متخصصينو له لوري په ټول هېواد کې ترسره کېږي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفېع الله رحيمزي د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده سروې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول له ننګرهار ولايت څخه پيل شوه.
دی وايي، په دې سروې کې هغه نباتي نمونې چې په ناروغيو او افاتو اخته دي او هم د حشراتو نمونې راټولېږي چې له سروې څخه وروسته ترلاسه شوي ارقام او اعداد به په يو منظم ډېټابېس کې ځای پر ځای کېږي.
نوموړي زياته کړه، دا معلومات به د کرنې وزارت په وېبپانه کې ټولو هېوادوالو ته وړاندې کېږي او له امله به يې کورنۍ او بهرنۍ نباتي ناروغۍ او افات وپېژندل شي.
د کرنې رييس دا هم وويل، د یادې ملي سروې د ترسره کولو لپاره د کرنې رياست ساحوي کارکوونکو ته د سروې اړينې بستې چې د بېلابېلو وسايلو او سامان الاتو درلودونکې وې، هم ووېشل شوې.
د ننګرهار د کرنې رييس هيله من دی چې د دې سروې په ترسره کېدو سره به په ننګرهار کې هم د کرنيزو ناروغیو مخه ونیول شي او هم به د کروندګرو حاصلات زيات شي.
د يادولو ده، په هېواد کې توليدوونکي کرنيز توليدات د يو شمېر ناروغيو او افاتو له امله زيان مومي چې په نتيجه کې يې د توليداتو د کميت او کيفيت د خرابوالي لامل ګرځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن