ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د انساني قاچاق پر وړاندې ملي او نړیواله مبارزه پکار ده

د انساني قاچاق پر وړاندې ملي او نړیواله مبارزه پکار ده

author avatar
23 Jun 2017 - 03:14
د انساني قاچاق پر وړاندې ملي او نړیواله مبارزه پکار ده
author avatar
23 Jun 2017 - 03:14

دوشنبه (د چنګاښ لومړی نیټه ۹۶):  د انساني قاچاق پر وړاندې ملي، سیمه ییزه او په نړیواله کچه مبارزه پکار ده ، ځکه چې په دې وروستیو کې یې د قربانیانو کچه لوړه شوی ده.

دغه څرګندونې د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې د هغې غونډې په ترڅ کې وشوې چې د افغانستان ، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د مدني ټولنو، نادولتي موسسو او رسنیو استازو ګډون درلوده.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوالې ادارې مشرې مینا پویدلMEENA POUDEL وویل چې په دی وروستیو کې انساني قاچاق په یوه لویه ملي ، سیمه ییزه او نړیوالې ستونزې بدله شوی ده.

هغې زیاته کړه،ددې ستونزې د مخنیوي لپاره باید په همدې لوړه کچه مبارزه وشي.

د نوموړې په وینا، نورو هیوادونو کلونه وړاندې ددې پدیدې پر وړاندې مبارزه پیل کړې خو افغانستان په دې برخه کې ډیر نوی دی او ډیر کار ته ارتیا لري.

پویدل پر نا دولتي موسسو او مدنی ټولنو ټینګار وکړ، چې خپل حکومتونه په دې برخه کی مبارزې ته وهځوی.

دغه راز په تاجکستان کی د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې یو اس ای ډی مشرې کتهرنی Katherine crawford وویل چې انساني قاچاق یوه لویه ستونزه ده او جدي مبارزې ته اړتیا لری.

دې وویل: (( دا غونډه یوه ښه فرصت دی چې د اسیا د دې  سیمې هیوادونه په دې برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي او پر وړاندې یي ګډه مبارزه پیل کړي.))

همدارنګه په دې غونډه کې په پاکستان کی د بشری حقونو او زندانیانو سره د مرستی د نا دولتی موسسی مشر لیاقت شاه بنوری وویل چی افغانستان او پاکستان هغه مهال کولای شی د انساني قاچاق مخه ونیسي چې خپلې پولې مهار کړي.

هغه وویل،  تر هغه چې پولې خلاصې وي غیر قانونی مهاجرتونه کیږي چې له امله یې انسانی قاچاق هم رامنځته کیږي.

ده ټینګار وکړ، چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره باید د ایران افغانستان او پاکستان د حکومتونو په کچه لویه غونده جوړه شي.

دغه راز د تاجکستان د انسانی قاچاق پر وړاندې د مبارزې د عالي کمیسیون مشر جانی بیک خالق زاده وویل چې په افغانستان کې پرله پسې جګړې د انساني قاچاق لامل شوی دی.

د هغه په وینا، دوی چمتو دي، چې له افغانستان سره په یاده برخه کی هر راز همکاری وکړي.

خالق زاده وایی چې د دې ناستې پایلی باید د انساني قاچاق د مخنیوی په برخه کې ولیدل شي او دغه ناستې باید ادامه پیدا کړي.

باید وویل شي چې له انساني قاچاق څخه موخه د یو کس لخوا پر بل کس ‌ظلم کول دی او له هغه څخه د جنسي تیری تر څنګ هر ډول ګټې اخیستل دی.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.